اسرار عالم مومند
پراک: د پاکستان او نړۍ د بشري حقونو سازمانونو د پاکستاني حکومت هغه ګام غندلی دی چې د لاهور په لمز پوهنتون کې یې د ورک کړل شوو بلوڅانو په اړه پر کېدونکې غونډه بندیز لګولی وو.
د بشري حقونو د څار نړيوالې ادارې هيومن رايټس واچ د جمعې په ورځ په خپل رپورټ کې دا پوښتنه راپورته کړې وه چې هغه څه لامل وو چې د پاکستاني پوځ جاسوسي اداره په يو پوهنتون کې د بشري حقونو په اړه له کېدونکې يوې وړې غونډې دومره ويرېږي؟
همداراز د پاکستان د بشري حقونو کمېشن مشرې زهره يوسف مشال راډيو ته وويل چې د روانې مياشتې پر ۹مه نېټه د ياد پوهنتون لخوا د بلوچستان په اړه کېدونکې غونډې ته د دوي مرکزي سیکریټري اې آررحمان هم وربلل شوی وو.
زهرا یوسف وویل چې د پاکستان استخباراتي ادارو د پوهنتون انتظامې ته وويل چې دغه غونډه دې نه کوي.
زهرا یوسف زیاته کړه چې ، موږ په سختۍ سره د دې غندنه کوو ، په لمز يونيورسټۍ کې د بلوچستان په اړه کېدونکې پروګرام باندې بنديز لګول له بنيادي بشري حقونو او اظهار د آزدۍ سرغړونه ده.
نوموړي وویل ، په خاصه توګه د بلوچستان مسله چې ډيره زياته مهمه ده پر دې د بحث اجازت نه ورکولو سره به په بلوڅانو کې د پاکستان خلاف نفرت نور هم زيات شي.
زهرا یوسف ویل که وکتل شي نو د پاکستان رسنۍ هسې هم بلوجستان ته زياته توجو نه ورکوي ، نو د داسې بحثونو مخه نيول په روانو حالاتو کې ګټه ور نه بلکې تاوانې دي.
په بلوچستان کې د ورک کړل شوو بلوڅانو د غږ په نامه د سازمان مشر ماما قدير بلوڅ ته هم په دې غونډه کې د ګډون بلنه ورکړل شوې وه.
ماما قدیر بلوڅ وویل ، مخکې هم د پاکستان استخباراتي ادارو دی په يو شمېر پروګرامونو کې له ګډونه ګرځولی دی.
نوموړي وویل ، موږ نيويارک ته تلو ، له هغه يې وګرځولو ، له الوتکې یې کښه کړو او زموږ سامانونه یې هم را کښته کړل.
ماما قدیر وویل ، پر دوی تور دی چې د پاکستاني ریاست ضد دي خو د ده په وینا داسې هیڅ خبره نشته او په لمز کې به موږ یوازې په بلوچستان کې د ورک کړل شوو کسانو ، د خراب شوو مړو پر میندل کېدو او په بلوچستان کېپر روانو پوځي عملياتو خبرې کولې.
بلخوا د لاهور لمز پوهنتون د جمعې په ورځ په یو بیان کې وویل چې هغوي د حکومت په امر د بلوچستان په اړه کېدونکې غونډه ونه کړه.
ماما قدير بلوڅ وايي چې د یاد پوهنتون ورته ویلي چې دوی به په هر صورت کې دا بنده کړل شوې غونډه کوي. د پنجاب د حکومت دريځ مخې ته نه دی راغلی.
په بلوچستان کې آزدي غوښتونکې وسله والې ډلې په دې صوبه کې د ورک کړل شوو کسانو تور د پاکستان پر امنیتي او جاسوسي ادارو لګوي خو هغوی یې نه مني.