د لاسرسي ځای

تازه خبر

ولسمشر غني په ننګرهار کې د وسله والو برید وغندی


افغان ولسمشر په ننګرهار ولایت کې پرونۍ ځانمرګي برید چې څلور ملکي وګړي په کې ووژل شول او دولس نور ټپیان شول؛ په کلکه وغندله.

له ارګ څخه په یوه اعلامیه کې د ولسمشر له قوله ویل شوي چې د حکومت وسله وال مخالفینو د امنیتي ځواکونو په مقابل کې د ماتي غچ له عامو خلکو اخلي.

دا برید د جمعې پر سهار د بهسود ولسوالۍ اړوند د ننګرهار د هوايي ډګر مخې ته د ایتلافي ځواکونو پر کتار وشو چې د ځایي چارواکو په خبره ایتلافي ځواکونو ته په کې مرګ ژوبله نه ده اوښتې.

وسله والو طالبانو د برید مسولیت منلی دی.

د جمعې پر ورځ پر ننګرهار سربیره د افغانستان په بیلابیلو سیمو لکه کابل او غزني کې لږ تر لږه ۱۵ کسان په درېیو جلا پیښو کې وژل شوي او لسګونه نور ټپیان شوي دي چې ټول ملکي وګړي وه.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG