د لاسرسي ځای

تازه خبر

اوباما له راول کاسترو سره لیده کاته کوي


تمه ده چې د امریکا ولسمشر بارک اوباما نن د کیوبا له ولسمشر راول کاسترو سره د امریکایي هیوادو د سرمشریزې ترڅنګ په پاناما کې وګوري.

دا غونډه رسمي نه ده. سپینې ماڼۍ تیره ورځ وویل چې دواړو مشرانو د سفارتي اړیکو د ښه کیدو او د یوه بل په خاوره کې د سفارتونو د پرانیستلو پر موضوعاتو وار له مخه په ټیلفون خبرې کړې وې.

د اپریل د اتمې نیټې دغه ټیلفوني مکالمه د امریکا او کیوبا د مشرانو تر منځ په تیرو پنځوسو کلونو کې دوهمه یوه ده چې ترسره شوه.

لومړۍ خبرې په ډسبمر کې څو ورځې مخکې تر دې شوې وې چې کاسترو او اوباما اعلان کړی وو چې د سفارتياړیکو د عادي کیدو لټه کوي.

په ۱۹۵۹ کال کې د کیوبا د اوسني ولسمشر ورور فیدل کاسترو په خپل هیواد کې له یوه امریکایي پلوه دیکتاوره واک خپل کړ او له دې مودې راوروسته د دواړو هیوادو چارواکو له څو غیررسمي غونډو پرته کله هم نه وو سره لیدلي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG