د لاسرسي ځای

تازه خبر

په بدخشان کې یو شمېر وسله وال طالبان وژل شوي


د افغانستان د بدخشان چارواکي وايي چې امنیتي ځواکونو د بدخشان په جرم ولسوالۍ کې وسلوالو طالبانو ته درنه مرګ ژوبله اړولې ده.

د جرم ولسوالۍ د پوليسو مشر ګل محمد بیدار د جمعې په ماښام رسنیو ته وويل چېپه دې جګړو کې د بهرنیو مخالفینو په ګډون اتلس وسله وال طالبان وژل شوي دي.

د بدخشان امنیتي چارواکي وایې لاهم د بدخشان په جرم ولسوالۍ کې سختې جګړې روانې دي.

ګل محمد بېدار زياته کړې چې د جرم ولسوالۍ په وروستیو جګړو کې دوه سرتیري وژل شوي او اووه نور ژوبل دي.

طالبانو ویلي چې پدې ولسوالۍ کې یې حکومتي ځواکونو ته مرګ ژوبله اړولې خو جزییات یې ندي ورکړي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG