د لاسرسي ځای

تازه خبر

د شمالي وزیرستان لیویز دي روزنې ته حاظر شي


د شمالي وزيرستان پوليټکل انتظامې چارواکو ويلي دي چې د ليويز هغه ټول کارکوونکي چې روزنه يې نه ده ترلاسه کړې بايد په بنو کې د پوليټکل انتظامې کېمپ دفتر ته ورشي.

د جمعې په ورځ له مشال راډیو سره په خبرو کې دې چارواکووویل چې دا وروستی خبرداری دی او که له دې روسته کوم اهلکاران حاضر نه شو نو له دندو به لرې کړل شي.

ياده دې وي چې له دې وړندې د ليويز نهه اتيا سرتيرې تربیت ته پر نه حاضريدو له خپلو دندو لرې کړل شوي وو.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG