د لاسرسي ځای

د پاکستان پوځ او پالیماني غړو د یمن کړکېچ په اړه اندېښنه ښودلې


د پاکستان پوځ او د پارلیمان غړود يمن په جګړه انديښنه ښودلې او ويلي یې دي چې که دا جګړه هم داسې جاري وه نو د سيمې په امنيت به يې ډير بد اثرات پريوځي.

د پاکستاني پوځ د مطبوعاتي دفتر لخواپه خپره شوې خبر پاڼه کې راغلي چې د پوځ لخوا دغه څرګندونې د جمعې پر ورځ په پنډۍ کې د کور کمانډرانو په غونډه کې مخې ته راغلې.

بلخوا د جمعې پر ورځ د پاکستان پارلیمان غړو په غوڅ اکثريت د يمن په شخړه کې د بې طرفه پاتې کېدو قرارداد منظور کړ.

د پاکستان د قامي اسمبلۍ او سينټ غړو دا پريکړه تر هغې وروسته کړې، چې د دې هېواد د دفاع وزير څو ورځې وړاندې ويلي وو، چې سعودي عرب ترې د يمن د ياغيانو پر ضد په روانو عملياتو کې د جنګي الوتکو، بېړيو او پوځيانو مرسته غوښتې ده.

XS
SM
MD
LG