د لاسرسي ځای

تازه خبر

پېښور: د ښځینه ښوونکو پر ضد د ایف آی آر درج کېده وغندل شو


د خیبر پښتونخوا د اسمبلۍ غړو د ښځینه استاذانو پر ضد په تاڼو کې د ايف اي آر يا د لومړنیو مالوماتو رپورټ درج کېده په کلکه غندلي دي.

د جمعې په مازيګر د صوبايي اسمبلۍ په غونډه کې ښځینه غړې نجمه شاهینوويل چې په کوهاټ کې د هغو ۳۰ ښځينه استاذانو پر ضد په تاڼو کې ايف اي آر درج کړل شوی چا چې د پوليو ضد په تېر کمپېن کې برخه نه وه اخستې.

په غونډه کې د اسمبلۍ نورو غړو هم پر حکومت نيوکې وکړې چې که يو خوا د پوليو ضد کارکونکو ښځينه استاذانو ته پوره پوره امنيت نه شي ورکولای نو بلخوا د دوي په وينا له استاذانو د پوليو ضد کار اخستو سره د زده کونکو زده کړې هم اغيزمن کيږي.

د حکومتي ګوند غړو د دغه استاذانو پر ضد ايف آر درج کول د قانون ضد بللي دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG