د لاسرسي ځای

تازه خبر

امریکا د ذکي الرحمان لکهوي پر خوشي کېدو اندېښنه ښودلې ده


د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په پاکستان کې د ذکي الرحمان لکهوي پر خوشي کېدو اندېښنه ښودلې ده.

د امريکا د بهرانېو چارو وزارت يوه وياند جېفراتکې پرون په واشنګټن کې يوې خبري غونډې ته په خپله وينا کې پر دې څرګندونې وکړې.

ذکی الرحمن لکهوي چې پرون د پاکستان له اډياله جيله په ضمانت خوشي شوپه ده تور دی چې د ۲۰۰۸ م کال په نومبر مياشت کې يې په ممبۍ کې د هغو بمي او وسله والو بريدونو پلان جوړ کړی وو چې پکې تر يو سل شپږ شپته زیات کسان وژل شوي وو.

د لکهوي پر خوشې کېدو د هند لخوا تر سخت غبرګون وروسته د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت وياندې تسنیم اسلم د جمعې په ورځ ویلي دي چې هند ورته د ممبۍ حملو په تور د نيول شوو کسانو پر ضد پوره ثبوتونه نه دي ورکړي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG