د لاسرسي ځای

تازه خبر

"حکومت دې د يمن په شخړه کې بې طرفه پاتې شي"


د پاکستان پارلمان او مشرانو جرګې غړيو د دې هېواد پر حکومت غږ کړى، چې د يمن په شخړه کې دې بې طرفه پاتې شي او د دې مسلې د حل لپاره دې سياسي هلې ځلې وکړي.

د پاکستان پارلمان او مشرانو جرګې غړيو د دې هېواد پر حکومت غږ کړى، چې د يمن په شخړه کې دې بې طرفه پاتې شي او ددې مسئلې د حل لپاره دې سياسي هلې ځلې وکړي.

د پاکستان حکومت چې په يمن کې د حوثي ياغيانو په ضد د سعودي عربستان په مشرۍ د يو شمېر منځني ختيځ هېوادونو تر ګډ پوځي عملياتو پيلېدو وروسته د روانې مياشت په ٦مه نېټه ددې هېواد د ملي پارلمان او د مشرانو غرګې د غړيو يوه ګډه غونډه راوبلله، د جمعې په ورځ په غوڅ اکثريت د يمن په شخړه کې د بې طرفه پاتې کېدو قرارداد تصويب کړ.

دا په داسې حال کې ده، چې د پاکستان يو شمېر اپوزيسيون ګوندونو لا وار له مخه له نواز شريف غوښتي وو، چې د يمن په جګړه کې دې اړخ نه اخلي، بلکې د شخړې د حل لپاره دې ديپلوماتېکې هلې ځلې وکړي.

د پاکستان پارلمان او د مشرانو جرګې دا پريکړه تر هغې وروسته کړې، چې د دې هېواد د دفاع وزير څو ورځې وړاندې ويلي وو، چې سعودي عربستان ترې د يمن د ياغيانو په ضد په روانو عملياتو کې د جنګي الوتکو، بېړيو او پوځيانو مرسته غوښتې ده.

خو د پاکستان د پارلمان له خوا په تصويب شوي قرارداد د يمن په روان سياسي بحران اندېښنه ښودلې او له ښکېلو غاړو يې غوښتي، چې د شخړې د سوله ييز حل لپاره دې د خبرو اترو لار غوره کړي.

قرداد کاږي، چې نړېواله ټولنه، په ځانګړې توګه د اسلامي نړۍ هېوادونه دې د يمن د شخړې د اواري لپاره خپل رول ولوبوي.

د پاکستان د ماليې وزير اسحاق ډار، چې پارلمان ته يې د يمن د وضعيت په اړه په غوڅ اکثريت تصويب شوى قرارداد اورو، وويل:

د پاکستان پارلمان تر ګډې غونډې وروسته، د يمن په شخړې او په نړېوال او سيمه ييز امنيت يې د بدو اغېزوژوره اندېښنه وښوده.

که څه هم په يمن کې روانه مساله فرقه ييزه شخړه نه ده، خو که چيرې دا مذهبي تاوتريخوالي ته واوړي، نود پاکستان په ګډون به د سيمې نور هېوادونه له ګواښ سره مخ کړي.

د پاکستان پارلمان همداراز د يمن د امنيتي او بشري وضعيت په خرابېدو ژوره خپګا ن لري او پر ښکېلو خواوو غږ کوي، چې خپلې ستونزې د خبرو اترو له لارې حل کړي او همداراز د پارلمان د هغو ټولو نړېوالو او سيمه ييزو هڅو ملاتړ کوي، چې د يمن د شخړې د سوله ييز اواري لپاره هڅې کوي."

د پاکستان د پارلمان او مشرانو جرګې غړيو په دغه تصويب قرداد کې همداراز يو ځل بيا ټينګار شوى، چې که چيرې د سعودي ځمکنۍ بشپړتيا ته ګواښ پېښ شي، نو پاکستان به يې اوږه پر اوږه ودرېږي او هراړخيزه مرسته به يې وکړي.

د پاکستان پارلمان تر هغې وروسته د يمن په شخړه کې د بې طرفه پاتې کېدو پريکړه کړې، چې د ايران د بهرنيو چارو وزير جواد ظريف د چهارشنبې په ورځ اسلام اباد ته سفر وکړ او ددې هېواد له وزیر اعظم او د پوځ له مشر سره يې د يمن په وضعيت خبرې وکړې.

په دغه سفر کې ايران او پاکستان په دې موافقه کړې وه، چې د يمن د سياسي حل لپاره به هلې ځلې کوي.

د يادونې وړ ده، چې د سعودي عربستان په مشرۍ عرب اېتلاف له تېرې يوې مياشتې راهيسې په يمن کې ددې هېواد د حکومت په ملاتړ د حوثي ياغيانو پرخلاف هوايي بريدونه پيل کړي، چې تر دې دمه دوام لري.
راپور: ذبيح شفق

XS
SM
MD
LG