د لاسرسي ځای

په پاکستان کې د یمن کړکېچ په اړه پینځمه پارلماني غونډه


په پاکستان کې د یمن کړکېچ په اړه پارلېمان نن په پینځمه ورځ بحث ته دوام ورکوي.د پاکستان دولتي ټيلي وېژن وايي، د قامي اسمبلۍ سپیکر نن (جمعه) سهار ۱۰ بجې د پارلېماني مشرانو غونډه وربللې وه.

تر اوسه د پارلېمان شریکې غونډې ته په خپلو ویناګانو کې زیاتره غړو د یمن شخړې پر سوله ییز حل ټینګار کړی دی.

دا په داسې حال کې ده چې سعودي عرب له پاکستانه د پوځي مرستو غوښتنه کړې او د ایران بهرنیو چارو وزیر هم اسلام اباد ته تللی وو.

XS
SM
MD
LG