د لاسرسي ځای

ننګرهار: ځانمرګي برید ۴ کسان وژلي، ۱۲ ټپیان


د ننګرهار چارواکي وايي، د دې ولايت په مرکز جلال اباد ښار کې د بهرنيو ځواکونو پر کتار د موټربم ځانمرګى بريد شوى، چې له امله يې څلور تنه وژل شوي او ١٢ ټپيان دي.

د ننګرهار چارواکي وايي، د دې ولايت په مرکز جلال اباد ښار کې د بهرنيو ځواکونو پر کتار د موټربم ځانمرګى بريد شوى، چې له امله يې څلور تنه وژل شوي او ١٢ ټپيان دي.

په ننګرهار کې د هوايي ډګر د ملي اردو د محافظت د ټولي مشر جګړن محمد امين وويل، چې دا پېښه نن (جمعه) سهار شاوخوا لس بجې د يوه کرولا موټر په واسطه، چې له چاودېدونکو توکو ډک و رامنځ ته شوې ده.

ده زياته کړه، ياد موټر د بهرنيو ځواکونو د کتار له موټر سره جنګول شوى، چې له امله يې د بهرنيو ځواکونو يو موټر ويجاړ شوى دى.

د هغه په وينا، په دې پېښه کې بهرنيو ځواکونو ته مرګ ژوبله نه ده اوښتې، خو د ملي اردو دوه سرتېرې، چې په سيمه کې په يوه پوسته کې وو، ژوبل شوي دي.

دى وايي، په دې بريد کې يو شمېر عامو وګړو ته هم مرګ ژوبله اوښتې، خو کره معلومات نه لري.

له بلې خوا د ننګرهار د عامې روغتيا مشر ډاکټر نجيب الله کامه وال، پژواک ته وويل، چې له يادې پېښې څخه دوى ته څلور مړي او ١٢ ټپيان ور وړل شوي دي.

هغه زياتوي، په مړو او ټپيانو کې يو - يو ماشوم هم شامل دى او د درېيو تنو ټپيانو روغتيايي حالت د اندېښنې وړ دى.

په سيمه کې يو هټۍ وال نور الله بيا وايي، چې د بريد په سيمه کې يو شمېر موټرپلورنځايونه (بارګينونه) هم شته، چې له امله يې ګڼ شمېر موټرونه ويجاړ شوي او د يو زيات شمېر نورو ښيښې ماتې شوې دي.

د دې بريد پړه وسله والو طالبانو په غاړه اخيستي دي. د دې ډلې وياند ذبيح الله مجاهد وايي، چې په دې بريد کې يې دوه ټانکونه ويجاړ کړي او په کې سپاره کسان يې وژلي دي.​

XS
SM
MD
LG