د لاسرسي ځای

تازه خبر

“د اټومي موافقې نه ملاتړ کو نه یې مخالفت”


د ایران ستر مذهبي مشر ایت الله علي خامنه يې وايي، دی د نړۍ له ځواکمنو هېوادونو سره د تهران اټومي پروګرام په اړه د تړون چوکاټ نه ملاتړ کوي او نه یې مخالفت، بلکې تر جامع تړونه به انتظار باسي.

دا په لوزان کې د اپرېل پر دویمه د ایران او نړۍ شپږو ځواکمنو هېوادونو تر منځ تر توافق وروسته لومړی ځل دی چې خامنه يي د اټومي پروګرام پر موضوع څرګندونې وکړې.

نوموړي د تېرې پنجشنبې پر ورځ د خپل هېواد اټومي ټېکنالوژۍ د ملي ورځې په مناسبت په ټيليوېژني وینا کې ټینګار وکړ چې تر اوسه ((لازم الاجرا تړون)) نه دی شوی او دا چې د وروستي تړون جزییات به پرېکنده وي.

ایران او د نړۍ ځواکمنو هېوادونو وروستي تړون ته د رسېدو لپاره د جون ۳۰ مه نېټه ټاکلې ده. د دې تړون په نتیجه کې به ایران خپل اټومي پروګرام محدوده کړي او ورباندې لګېدلي اقتصادي بندیزونه به نرم کړل شي.

غربي هېوادونه وېره لري چې ګواکې ایران اټومي وسله جوړول غواړي، خو تهران وايي پروګرام یې خالصتاً سوله ییز دی.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG