د لاسرسي ځای

مزار شریف - د بلخ ولایت پر استیناف څارنوالۍ د دولت مخالفو وسلوالو حمله له ۷ ساعتونو جګرې وروسته د حمله کوونکو انتحاریانو په وژلو سره پای ته ورسېده.

د بلخ پر استیناف څارنوالۍ د دولت مخالفو وسلوالو حملې په ترځ کې ۲۱ تنه وژل شوي او ۵۷ تنه نور ټپیان دي.

په مزارشریف کې د ملکي روغتون مشر نور محمد فیض په خبره چې د پېښې له سیمې څخه ۵۷ ټپیان او پنځه تنه مړې شفاخانې ته لېږدول شوي دي.

عیني شاهدانو او په سیمه کې موجود امنیتي ځواکونو چې نه یې غوښتل نومونه یې افشا شي، ویلي دي چې د یادې پېښې له امله څه باندې ۶۰ تنه ټپي شوي او ۲۱ تنه نور د امنیتي ځواکونو او مهاجمانو ترمنځ د وسلوالې جګړې په ترځ له منځه تللي دي.

په عین وخت کې د بلخ ولایت له مقام څخه خپره شوې خبر پاڼه بیا د تلفاتو مجموعي شمېر چې ټول پوځیان دي ۸ تنه ښايي.

نور محمد فیض وايي، چې په ټپیانو کې ښځې او ماشومان هم شامل دي:

((د ټپیانو په مینځ کې کوم چې د پېښې له سیمې څخه روغتون ته رالېږدول شوي دي، پکې ښځې، ماشومان او د څارنوالۍ کارکونکي شامل دي.))

د حمله کوونکو د شمېر په اړه د عیني شاهدانو او ټپیانو لخوا بېل بېل ارقام وړاندې شوي دي.

ځیني ټپیان چې د پېښې له ځای څخه روغتون ته را انتقال شوي، ویلي یې دي چې د حمله کوونکو شمېر ۸ تنه وه چې په انتحاري واسکټ او پوځي سلاو سره مجهز ول.

له بل لوري د بلخ ولایت د امنیت آمر عبدالرزاق قادري د پېښې تر ختمېدو وروسته رسیمو سره په خبرو کې وویل، چې حمله کوونکي ۴ تنه ول او د پوځي جامې څخه په ګټې اخستنې سره څارنوالۍ ته ور ننوتي ول.

حمله کوونکو د پنجشنبې په ورځ تر غرمې مخکې ۱۱:۳۰ بجې د بلخ پر استیناف څارنوالۍ حمله وکړه او لدې سره چې څارنوالۍ ته یې اور ورته کړه، د څو ساعتونو لپاره یې ۱۵ ملکیان او ۱۰ څارنوالان هم له ځان سره یرغمل نیولي ول.

وسله والو طالبانو د برید پړه منلې.

XS
SM
MD
LG