د لاسرسي ځای

"په افغانستان کې د مېرمنو د حقونو لپاره کارکوونکي خوندي نه دي"


افغان مېرمنې په یو غونډه کې د خپلو حقونو غوښتنه کوي (پخوانی عکس)

افغان مېرمنې په یو غونډه کې د خپلو حقونو غوښتنه کوي (پخوانی عکس)

د بخښنې نړيوال سازمان اېمنسټي انټرنېشنل مشره سليل شيټهي وايي د دې سازمان د تازه رپورټ لپاره يې د افغانستان له هغو شاوخوا پنځوست ښځو سره خبرې کړي دي چې د ښځو د حقونو لپاره مبارزه کوي.

د بخښنې نړيوال سازمان اېمنسټي انټرنېشنل مشره سليل شيټهي وايي د دې سازمان د تازه رپورټ لپاره يې د افغانستان له هغو شاوخوا پنځوست ښځو سره خبرې کړي دي چې د ښځو د حقونو لپاره مبارزه کوي.

سليل شيټهي زياتوي چې په دغو فعالینو کې ډاکټرې، ښوونکې، پولیس والا او د مدني ټولنې مبارېزي شاملي دي.

د سليل شيټهي په وینا ،دا مېرمنو د خپل هدف او فعاليت له وجي ځانونه له ګواښونو سره مخامخ احساسوي.

د لېکوالي په خبره آن د رپورټ لپاره يې له هغو سړېو سره هم خبرې کړې دي چې د ښځو د حقونو لپاره مبارزه کوي. ددې په وينا دغه سړي هم له ګواښونو سره مخامخ دي.

د بخښنې نړېوال سازمان مشره ليکي چې دغو ښځو او سړېو ته د ورپېښو خطرونو جاج يې اخستي او دا يې لېدلي دي چې د دوی د خونديتوب لپاره چارواکي او ادارې هم د پام وړ کار نه کوي.

د رپورټ په خبره حکومتي چارواکي، پوليس، څارنوالان او عدالتونه آن د ښځو د حقونو مباریزانو ته د ور وړاندو خطرونو په اړه د دوی له دوسيو اخیستو هم پرله پسې انکار کوي.

د سليل شيټهي په خبره د ښځو حقونو ته زيات ګواښ له وسله والو طالبانو څخه ور پېښ دی خو د دې ترڅنګ چارواکي، جنګ سالاران او کورنۍ هم دوی ګواښوي.

ددې په وينا د ښځو د حقونو په اړه تصوېر زيات تت هم نه دی بلکه ځيني داسي برخي شته چې پکې له دوه زره لومړې کاله راهيسې ډيرې لاسته راوړنې شوي دي.

خو د لېکوالې په خبره په دې اړه د نړېوالي ټولني رول ډير مهم دی او پکار ده چې دوی د ښځو او بشري حقونو په اړه له خپلو روانوهلوځلو څخه لاس وانخلي.

د سليل شيټهي په وينا نړېوال بايد په هغو سيمو کې د ښځو د بشري حقونو د مباریزونو ملاتړ او مرسته وکړي چې پکي دوی ځانونه ډيرخوندي نه احساسوي.

XS
SM
MD
LG