پېښور: د خیبر پښتونخوا حکومت وايي د تیر ۲۰۱۴م کال په پرتله سږ کال په صوبه کې د ترهګرۍ پېښې کمې شوې دي.
د پښتونخوا د پولیسو د ادارې لخوا د سېشنبې په ورځ په خپره شوې یو خبرپاڼه کې ویل شوي دي چې د روان کال په لومړیو درو میاشتو کې د تیرکال د همدې مودې په پرتله د بدامنۍ پېښې شپیته فیصده کمې شوې دي.
په خبرپاڼه کې دا هم ویل شوي چې تیرکال په لومړیو درېوو میاشتو کې د ترهګرۍ ۱۴۰ پېښې ثبت شوې وې، چې پکې ۱۷۹ کسان وژل شوي وو .
خو سږ کال په هم دې موده کې د ترهګرۍ ۶۰ پېښې ثبت شوي چې پکې ۵۴ کسان وژل شوي دي.
د یادونې وړ ده چې په خیبر یښتونخوا کې د ۲۰۱۴م کال په وروستیو کې د پېښور پر ارمي پبلک سکول د شوي برید په ګډون یو شمېر خونړۍ پېښې هم شوې وې.
د مشال راډیو د رپوټونو له مخې په دې بریدونو کې په لسګونه کسان وژل شوي او ټپي شوي وو او هم یې مالي زیانونه رسولي وو.