د لاسرسي ځای

“په خیبر پښتونخوا کې د ترهګرۍ پېښې کمې شوي”


د خیبر پښتونخوا حکومت وايي د تېر کال په پرتله سږ کال په صوبه کې د ترهګرۍ پېښې کمې شوي دي.

د پښتونخوا د پولیسو د ادارې لخوا د سېشنبې پر ورځ په خپره شوې یوه اعلامیه کې ویل شوي چې د روان کال په لومړیو درېوو میاشتو کې د تېرکال د همدې میاشتوپه پرتله د بدامنۍ پېښې شپیته سلنه ( فیصده ) کمې شوې دي.

په اعلامیه کې راغلي چې تېرکال په لومړیو درېوو میاشتو کې د ترهګرۍ ۱۴۰ پېښې ثبت شوې وې، چې ورکې ۱۷۹ کسان وژل شوي وو . خو سږ کال په هم دې موده کې د ترهګرۍ ۶۰ پېښې ثبت شوي چې پکې ۵۴ کسان وژل شوي دي.

XS
SM
MD
LG