د لاسرسي ځای

د قبایلي سیمو بیا ودانۍ او بیا رغونې ستراتیژي اعلان شوه


اسلام اباد - د قبایلي سیمو چارو دفتر فاټا سېکرېټرېټ وايي، له ۲۰۰۷ز کال راهیسې له قبایلي سیمو شاوخوا درې لکه او ۱۰۷۰۰ کورنۍ د پاکستان بېلا بېلو سیمو ته کډوالې شوې دي چې پکې شاوخوا ۱۹ لکه د اوسنۍ ناامنۍ له کبله بې کوره شوي دي.

د دفتر په وینا، د دې بې کوره کړل شویو د بیا ابادۍ لپاره دوی ستراتیژي اعلان کړې ده چې په نتیجه کې به یې د دوو کلونو په موده کې په هغو سیمو کې پرمختیايي کارونه سرته رسول کېږي او ټول اغېزمن شوي به خپلو کورونو ته ستنول کېږي.

د نهې یا سې شنبې پر ورځ په اسلام اباد کې د خیبر پښتونخوا ګورنر سردار مهتاب خان عباسي په مشرۍ د قبایلي سیمو چارو دفتر او د ملګرو ملتونو پرمختیا ادارې (یو اېن ډي پي) یوه غونډه وشوه چې پکې د قبایلي سیمو د کډوالو ستنولو او په هغو سیمو کې د بیا ودانۍ او بیا رغونې د کارونو ستراتیژي اعلان کړل شوه.

پر دې مهال د قبایلي سیمو لپاره یوه لوړپوړي چارواکي (چیف سېکرټري) محمد اعظم خان وویل، په قبایلي سیمو کې د پرمختايي کارونو، ښوونځیو یا سکولونو، سړکولو، روغتونونو یا اسپتالونو د بیا ودانۍ او بیارغونې لپاره په لنډمهالي ډول د ۱۲۰ میلیونه امریکايي ډالرو او په اوږدمهالي ډول د ۸۰۰ میلیونه ډالرو اړتیا ده. ده وویل، دوی پینځه لویې پروژې (یا پراجېکټونه) لري چې له لارې به یې په قبایلي سیمو کې د کار (روزګار) موقعې پیدا کول کېږي، معاشي هلې ځلې به پیلول کېږي، وران کړل شوي او یا هم زیانمن شوي کورونه به بیا ودانول کېږي. له دې سره سره د امنیت ټینګښت، د قبایلي ولس د ژوند سطح لوړول او د هغوی حکومت ته د رسېدګۍ کارونه به هم کېږي.

د قبایلي سیمو چارو دفتر (فاټا سېکرېټرېټ) یوه کارکوونکي شاه ناصر مشال راډيو ته وویل، ((په سمدستي ډول د بحالۍ عمل به موږ په پړاوونو کې د دوو کلونو په مودې کې تر سره کوو. لکه په لومړي پړاو کې به یو لک کورنۍ به ستنېږي، په بل کې به ۲۴۰۰۰، ورپسې به ۴۷۰۰۰ او بیا به یو لک او ۲۸۰۰۰ کورنۍ خپلو کلیو کورونو ته ستنول کېږي. نو دا ډول دا څلور مرحلې به د ۲۰۱۶ز کال تر ډېسېمبره پای ته رسېږي. که حالات ژر ښه شول نو د بحالۍ عمل به هم ژر سرته رسول کېږي. حکومت د دې لپاره په سمدستي توګه ۵۵۰ میلیونه روپۍ جاري کړې دي.))

تر غونډې وروسته د خیبر پښتونخوا ګورنر مهتاب خان عباسي له خبریالانو سره د خبرو پر مهال وویل، د پاکستان حکومت په مستقله توګه د قبایلي ولس ژوند ښه کولو پرېکړه کړې او له ۲۰۰۸ز کاله چې تر دې وخته د قبایلي سیمو په اووه واړه اېجنسیو کې سکولونه، روغتونونه او سړکونه وران کړل شوي د هغو بیا ابادۍ کار به تر سره کوو.))

عباسي زیاته کړه د مارچ له ۱۶مې حکومت کډوال خپلو کلیو کورونو ته د ستنولو بهیر پیل کړی دی.

په دې غونډه کې د قبایلي سیمو او سرحداتو چارو (سیفران) وزیر عبدالقادر بلوڅ او په پاکستان کې د امریکا سفیر رېچرډ اولسن هم ګډون وکړ.

XS
SM
MD
LG