د لاسرسي ځای

تازه خبر

په صوابۍ کې له یوه مخنث سره تېری، بل وژل شوی


یو مخنث په پېښور کې د احتجاج پر مهال (۲۰۱۰ز کال)
یو مخنث په پېښور کې د احتجاج پر مهال (۲۰۱۰ز کال)

اسلام اباد - په خیبر پښتونخوا کې د مخنثانو (نر ښځیانو یا خواجه سراګانو) ټولنې په صوابۍ کې له یوه مخنث سره د تېري، د بل هغه او یوه موسیقار پر وژنه خپګان ښودلی دی.

دوی وايي، دا ډول پېښې د دوی د پیسو او روزۍ ګټلو په لار کې خنډېږي.

له مشال راډیو سره د خبرو پر مهال د پښتونخوا مخنثانو ټولنې عمومي سېکرټرې زېبا وویل، که حکومت په تېرو وختونو کې په دې پېښو کې ککړو کسانو ته سزا ورکړې وای نو اوس به داسې پېښه نه کېده.

((دا خو ناجایزه خبره ده چې زموږ بېګناه خلک وژل کېږي. هغوی خو د رزق ګټلو پسې تللي ول. په دې پېښور کې له موږ سره داسې څو څو ځله وشول. حکومت دې ته هډو توجه نه ورکوي. حکومت چې څه نه کوي نو موږ به څه ووایو. زموږ په وینا خو څه نه کېږي. موږ د ټیلي وېژن، اخبارونو او جلوسونو له لارې خپل غږ پورته کړ خو زموږ څوک نه اوري. که حکومت یو ځل یوه کس ته سزا ورکړي، بیا به داسې نه کېږي.))

د مخنثانو ټولنې یوې بلې غړې نازیې وویل، تېر کال په چارسده کې هم د دوی د ټولنې پر غړو برید شوی وو او له یوه مخنث سره جنسي تېری شوی وو.

نوموړې وايي، حکومت ورسره ډېرې ژمنې وکړې، خو دوی ته د دوی حقونه نه ورکول کېږي:

((زموږ د خلکو نه له چا سره دښمني شته او نه موږ دومره زیاتې پیسې لرو چې خلک موږ د دې لپاره ووژني یا مو وتښتوي. باید زموږ ساتنه وشي، زموږ پوښتنه وشي. حکومت ته موږ له څو کلونو راهیسې چغې وهو چې موږ ته دې په روغتونونو کې بېل وارډونه جوړ کړي، تحفظ راکړي، موږ هم انسانان یو.))

پولیس وايي، په صوابۍ کې د شپې مهال پر مخنثانو د حملې او په هغوی کې پر یوه د تېري مقدمه یې درج کړې او ځېنې مشکوک کسان یې نیولي دي.

XS
SM
MD
LG