د لاسرسي ځای

تازه خبر

په شام کې ۲۰۰ برمته شوي کردان خوشې شول


په شام کې د اسلام پاله ډلو وسله والو د دې هیواد په شمال لویدیځ کې لږ تر لږه دوه سوه کوردان خوشې کړې دي.

د شام د بشري حقونو څارونکې ډلې چې مرکز یې په بریتانیا کې دی وویل، دغه کوردان چې ټول نارينه او ولسي وګړي دي په شام کې هغو سخت دریځو ډلو خوشې کړي چې له النصره ډلې سره اړیکي لري. دا ډله په دې هیواد کې د القاعده څانګه بلل کیږي.

د کوباني د سیمې لپاره یوه چارواکي ادریس ناسان وویل چې دغه کسان د یکشنبې په ورځ هغه مهال برمته شوی و چې د افرین له ښاره حلب او دمشق ته تلل.

د کوردانو د ډموکراتیک اتحاد ګوند ویاند وویل، دغه کسان په پنځووړو بسونو کې سپاره و او په ادلب کې چې پریوه برخه یې د النصره ډله کنټرول لري، برمته شوې و.

وسله والو ښځي او ماشومان پریښې و خو دغه سړي یې یرغمل کړي و.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG