د لاسرسي ځای

تازه خبر

د یمن شخړې په اړه د پاکستان پارلېمان غونډه


د يمن د شخړي په حقله د تګلارې جوړولو لپاره د پاکستاني پارلېمان ګډه غونډه نن (سه شنبه) په دویمه ورځ هم روانه ده.

وزیراعظم نواز شریف نن د خپلې وینا پر مهال وویل چې حکومت د پارلېمان له غړو مشورې اخلي او له هغوی هیڅ هم نه پټوي.

نواز شریف وویل: ((حکومت په ډېر ښه نیت د پارلېمان له غړو مشورې اخلي او نیت لري چې ښې مشورې په تګلاره کې شاملې کړي. حکومت د هیڅ پټولو هڅه نه کوي ، نه یې کړې ده او نه هم داسې څه شته چې حکومت یې د پارلمان له غړو پټ کړي.))

دا له هغه وروسته ده چې په سينېټ کې د پيپلز پارټۍ پارليماني مشر اعتزاز حسن تېره ورځ په خپله وینا کې پر حکومت نيوکه وکړه چې د يمن په اړه يې پاليسي ګونګه ده.

د اپوزيشن ګوندونو پيپلز پارټۍ، تحريک انصاف او جميعت علمای اسلام مشرانو پر حکومت ټینګار وکړ چې د يمن په شخړه کې دې سوله ییز رول ولوبوي.

په دې لړ کې د پارلېمان یو شمېر غړو پر حکومت غږ وکړ چې یمن ته دې پوځ نه استوي او نه دې هم له سعودي عرب سره پوځي مرستې کوي.

د پیپلز ګوند یوه مشر فرحت الله بابر پارلېمان ته وویل، که د ملګرو ملتونو سوله ساتي ځواکونه یمن ته ځي نو بیا دې پاکستاني سرتېري هم د ملګرو ملتونو تر سیوري لاندې ورشي، که نه نو هلته پوځ باید وانستول شي.

بابر زیاته کړه چې په افغانستان کې د مداخلې له کبله قبایلي سیمې او خیبر پښتونخوا د ناامنۍ ښکار شوې. که پاکستان په یمن کې مداخله وکړي نو د بلوچستان صوبه به هسې وځپل شي لکه پښتونخوا.

د پارلېمان بل غړي مشاهد حسین د خپلې وینا پر مهال وویل، په یمن کې فرقه ییزه جګړه نه ده روانه بلکې هلته قبیلوي شخړه روانه ده.

ده وویل، د یمن مسله کورنۍ ده او اوس پکې د نیابتي جګړې هڅې روانې دي او باید پاکستان یې برخه نشي.

XS
SM
MD
LG