د لاسرسي ځای

د يمن د شخړي په حقله د تګلارې جوړولو لپاره د پاکستاني پارلمان ګډه غونډه نن په دویمه ورځ هم روانه ده. وزیراعظم نواز شریف نن (سېشنبه) د خپلې وینا پر مهال وویل چې حکومت د پارلمان له غړو مشورې اخلي او له هغوی هېڅ هم نه پټوي.

نواز شریف وویل

((حکومت په ډېر ښه نیت د پارلمان له غړو مشورې اخلي او نیت لري چې ښې مشورې په تګلاره کې شاملې کړي. حکومت د هیڅ پټولو هڅه نه کوي،نه یې کړې ده او نه هم داسې څه شته چې حکومت یې د پارلمان له غړو پټ کړي))

دا له هغه وروسته ده چې په سينټ کې د پيپلز پارټۍ پارليماني مشر اعتزاز حسن د دوشنبې پر ورځ په خپله وینا کې پر حکومت نيوکه وکړه چې د يمن په اړه يې پاليسي ګونګه ده.

د اپوزيشن ګوندونو پيلپز پارټۍ، تحريک انصاف او جميعت علماء اسلام مشرانو پر حکومت ټېنګار وکړ چې د يمن په شخړه کې دي سوله ییز رول ولوبوي.

XS
SM
MD
LG