د لاسرسي ځای

وزیرستان کډوال: په میاشتو میاشتو شناختي کارډونه نه جوړېږي


د نادرا کارکوونکي د شناختي کارډونو په جوړولو لګیا دي.

د نادرا کارکوونکي د شناختي کارډونو په جوړولو لګیا دي.

بنو - د شمالي وزیرستان بې کوره کړل شوي خلک د پاکستان شناختي کارډونو له ادارې (نادرا) شکایت کوي چې تر ډېرو مرحلو وروسته چې کله د شناختي کارډونو فارمونه جمع کړي نو د نادرا په دفتر کې په ډېر وخت تېرېږي چې د ولس لپاره ستونزمن کار دی.

د شمالي وزیرستان د دته خېلو اوسېدونکی پایدا میر خان وايي، د یوه شناختي په جوړولو له یوې میاشتې تر درو هغو پورې وخت لګي:

((کله چې د نادرا دفتر ته ولاړ شې نو درته وايي چې له اسلام اباده نه دي راغلي خو چې پیسې ورکړې نو له المارۍ یې راوخلي. موږ له دته خېلو د شناختي کارډ پسې راځو او دلته په بنو کې تر میاشتو پراته یو او په یوه شناختي کارډ مو زرګونه روپۍ لګېږي.))

ګل لایس خان وايي، په ځانګړي ډول د ښځو لپاره د شناختي کارډ جوړول مشکل کار دی:

((حکومت راته له یو پلوه وايي چې شناختي کارډونه جوړ کړئ چې شناخت مو مالوم وي خو بل خوا یې ایسار کړي. د شناختي کارډ عمل راته له ستونزو ډک کړل شوی دی.))

بل کډوال دلاور خان وايي، دوی په ډېر مشکل له پولیټیکل انتظامیې شناختي کارډ فارم تر لاسه کوي او بیا یې چې د نادرا په دفتر کې ورجمع کړي نو هلته هم ورباندې ډېر وخت اوړي:

هلته چې مو په بنو کې د نادرا له دفتر سره اړیکی وکړ نو هلته کارکوونکو راته وویل چې له رسنیو سره د خبرو کولو اجازه نه لري.

XS
SM
MD
LG