د لاسرسي ځای

تازه خبر

دکابل هوايي ډګر له VIP دروازې ناوړه ګټه اخیستل کیږي


کابل : حامدکرزی نړیوال هوايي ډګر
کابل : حامدکرزی نړیوال هوايي ډګر

صفی الله ستانکزی

په بهرنیو سفرونو کې د افغان پارلمان غړي له خپلو سیاسي پاسپورټونو ناسمه ګټه اخلي او دلته په هوايي ډګر کې د وي آي پي لارې کارونه پرې درول شوې ده.

دا خبره د ولسي جرګې د کورني امنیت د کمیسیون غړی صالح محمد صالح کوي.

ښاغلي صالح مشال راډیو ته وویل دا کار د دې لامل شوی چې وکیلانو ته ستونزې رامنځته شي.

د ښاغلي صالح په خبره له سیاسي پاسپورټونو بې ځایه استفاده د دې لامل شوې چې یو شمیر نور وکیلان له ستونزو سره مخامخ شي.

د ولسي جرګې د کورني امنیت د کمیسیون دا غړی وايي چې په همدې خاطر یې د یکشنبې په ورځ د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال ور غوښتی و.

« داسې احوال راغلی و چې پنځه شپږ زره سیاسي پاسپورټونه توزیع شوي دي. مونږ غوښتل وپوهیږو چې دا پاسپورټونه چا ته ورکړل شوي دي؟ په هوايي ډګر کې د وي آي پي لارې د استفادې لپاره یوه لایحه جوړه شوې ده، له امنیت شورا نه هم پاس شوې چې څوک ترې ګټه واخلي او څوک نه. حتما ځینې کسان شته چې بره لاس لري. دا په خپله له وکالت نه یوه استفاده ده لکه څنګه چې له موټرو استفاده کیږي دا هم یو فساد دی.»

د رپوټونو په اساس د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال حشمت خلیل کرزي د ولسي جرګې په کورني امنیت کمیسیون کې ویلي داسې ۴۶۵۰ کسانو ته سیاسي پاسپورټونه ورکړل شوي چې مستحق یې نه وو.

خو د بهرنیو چارو وزارت وايي چې د ښاغلي خلیل کرزي خبرې ناسمې خپرې شوې دي.

د دغه وزارت د مرستیال ویاند سراج الحق سراج مشال راډیو ته وویل ښاغلي کرزي د ولسي جرګې اړوند کمیسیون ته ویلي وو چې یواځې له وي آي پي څخه د استفادې د جواز د نه لرونکو وکیلانو او ځینو کسانو نومونه هوايي ډګر ته لیږل شوي.

« کوم رقم چې ۴۶۵۰ پاسپورټونه ښودل شوي دا خبره بیخي ناسمه ده. د ښاغلي معین خبرې تحریف شوي دي. د وي آي پي برخه په بهرنیو چارو وزارت پورې مربوطه ده،هر څوک چې سفر کوي هلته یوه اساسنامه لرو. معین صاحب هم په دې اړه توضیحات ورکړي. مونږ دا پلټنه کوو هغه څوک چې د دغه پاسپورټ مستحق نه وي مونږ یې پاسپورټونه لغوه کوو.»

وي آي پي په ټولو هوايي ډګرونو کې له عمومي لارو یوه بیله لار وي چې یواځې لوړپوړي حکومتي چارواکي او ډپلوماټان یې د استفادې حق لري.

د ولسي جرګې د کورني امنیت کمیسیون او ځینې وکیلان ټینګار کوي چې د قانون ماتونو د مخنیوي لپاره باید د هغو وکیلانو نومونه افشا شي چې له خپلو پاسپورټونه ناوړه ګټه اخلي.

XS
SM
MD
LG