د لاسرسي ځای

ګلالۍ اسماعیل د پښتنو نجونو لپاره مبارزه کوي


ګلالۍ اسماعیل

ګلالۍ اسماعیل


د نن په ځوانانو غږ خپرونه کې د خېبر پښتونخوا د صوابۍ سيمې ګلالۍ اسماعيل ميلمانه ده.

ګلالۍ يوازې د شپاړسو کالو وه چې د جينکو د پوهاوي په نامه يو سازمان جوړ کړ. په ۲۰۱۰ م کې يې د سولې د نیټ ورک په نامه يو بل تنظيم جوړ کړو .

په کال ۲۰۰۹ کې يې ځوانانو لپاره یو بورس ( فېلوشيپ ) وګټلو . هغه په کال ۲۰۱۳ م کې د نړۍ په ۱۰۰و مفکرينو کې وشمېرل شوه.

نوموړې له قايداعظم پوهنتونه د بايو ټیکنالوجۍ په څانګه کې زدکړې کړي .د ګلالۍد نورو يو شمېر لاسته راوړنو او مبارزې په اړه تاسو د مشال راډيو د ځوانانو غږ پروګرام کې اوريدلی شئ. دا پروګرام تاسو هره جمعه په ژوندۍ بڼه او د نهې پر ورځ په تکراري بڼه اورئ . د خپرونې کوربه اسرار عالم مومند دی.

XS
SM
MD
LG