د لاسرسي ځای

په خوست کې معترضینو خپلې خیمې راټولې کړې


د خوست معترضین

د خوست معترضین

په خوست کې هغو معترضینو چې د یاد ولایت د سرپرست والي عبدالجبار نعیمي او ځینو نورو ځايي چارواکو پر ضد يې مدني حرکتونه او لاریونونه پیل کړي وو، تر لس ورځنیو پر له پسې اعتراضونو او لاریونونو وروسته یې د دوشنبې په ورځ خپلې خیمې ټولې کړې.

معترضینو دا پریکړه وروسته له هغې وکړه، چې د ولس مشر اشرف غني له خوا د دې حرکتونو او د وروستۍ خونړۍ پيښې د څيړنې له پاره د راغلي پلاوي سره یوې هوکړې ته ورسیدل.

ډاکټر اکرم خپلواک

ډاکټر اکرم خپلواک

په خوست کې معترضینو د لاریونونو سره په څنګ کې د سرپرست والي او یو شمېر نورو حکومتي ادارو پر وړاندې د اعتراض په بڼه خیمې هم درولې وې.

د دوشنبې په ورځ د ولسمشر اشرف غني له خوا هغه ټاکلی پلاوی، چې په خوست کې د وروستۍ خونړۍ پيښې او روانو مدني حرکتونو او لاریونونو د څېړنې له پاره یاد ولایت ته ورغلی و، د معترضینو او یو شمېر مدني ټولنو، شوراګانو، قومي مشرانو، مخورو او ځايي ملکي او پوځي مسوولینو سره تر یوې هوکړې وروسته خپلې کاري نتیجې اعلان کړې.

د سرحدنو د چارو پخواني وزیر او د کابل څخه د راغلي هیات مشر ډاکټر اکرم خپلواک د رسنیو او مشرانو سره په یوه ګډه ناسته کې د معترضینو مننه وکړه، چې ددوی غوښتنه يې ومنله، پر دوی يې باور وکړ خپل لس ورځنۍ حرکت يې پای ته ورساوه او خیمې يې پورته کړې.

اکرم خپلواک وویل، چې دوی به ولسمشر ته وړاندیز کوي، چې د یو مسلکي او باصلاحیته هیات له لارې د وروستۍ پيښې چې له کبله يې ۲۲ خوستیان مړه او تر ۶۰ ډېر ټپیان شول په جدي توګه وڅیړي:

(( دغه ناورین چې زموږ د ۲۲و ډېرو باشهامته ځوانانو د شهادت او تر اویاوو کسانو د ټپی کېدو سبب شو، د دغې پيښې د جدي څیړنې پيشنهاد به ولسمشر ته وړاندې کوو.))

اکرم خپلواک وړاندې وویل، چې د خوست د خلکو د هغه غوښتنې، چې په فساد کې يې د ځينو ځايي چارواکو د برطرفه کیدو او عدلي او قضايي ادارو ته د دوی ورپیژندنې په اړه يې کړي، ولسمشر به يې تر هر اړخیزې څیړنې وروسته په دې اړه هم اقدام کوي.

خوست ته د کابل څخه د ورغلي پلاوي مشر همدرانګه وویل، چې په نږدې ورځو کې به په خپله ولسمشر د والي په باب خپله پریکړه خوستوالو ته اعلان کړي:

(( د خوست د شریفو خلکو د غوښتنو او د هغوی د ارزوګانو په نظر کې نیولو سره اطمینان ورکوم چې جلالتماب جمهور رئیس به په ډېر نږدې راتلونکې کې خپله پریکړه د خوست خلکو ته اعلان کړي.))

بلخوا لاریونوال هم د پلاوي ژمنو ته هیله من دي او تمه لري، چې د دوی غوښتنې به مرکزي حکومت او ولسمشر ژر واوري.

د ځدراڼو د شورا یو تن مشر موسی جان ځدراڼ وویل:

(( د قومونو، مشرانو او دیني عالمانو هغه لاریون، چې د فساد پر ضد باندې راپاڅیدلی ، و ثمرې ته ورسیده، هغه پلاوی چې د کابل نه راغلی و، موږ ته يې ډاډ راکړ، چې انشاالله د دې خلکو غوښتنې به ترسره کیږي.))

که څه هم په خوست کې ظاهراً د ولسمشر له خوا لیږل شوي پنځلس کسیز ه پلاوي په خوږه ژبه د لاریونوالو لګیدلې خیمې او په کې غوړیدلې توشکې او بړستنې پورته کړې، خو کتونکي وايي، چې مرکزي حکومت او ولسمشر باید د دې مسئلې بنیادي او ژر حل بیامومي، ترڅو دا جنجالونه بیا راونه ټوکیږي.

XS
SM
MD
LG