د لاسرسي ځای

تازه خبر

تیرا د پاکستاني وسله والو وروستی سنګر


د لشکر اسلام مشر منګل باغ
د لشکر اسلام مشر منګل باغ

د فرانسې خبری اژانس لیکي که چیري پوځ د خیبر په تیرا خپل کنټرول ترلاسه کړ، نو له دې سره به د وسلوالو اخري محفوظ ځای هم ختم شی، او زیاتره داسې هم ویل کیږي چې د تحریک طالبان مشر ملا فضل الله هم د تیرا په غرونو کې پټ دی.

د خیبر ایجنسۍ تیرا سیمه چیرته چې د پاکستان پوځ وخت پر وخت عملیات کوي، او اوس یي د خیبر ټو په نامه پوځي عملیات پیل کړي دي، دغه سیمه له پخوا د وسلوالو ګړ پاتې شوی دی.

ای ایف پي خبري اژانس لیکې،پوځ وایي په سیمه کې عملیات روان دي او دوی مهمې لارې په خپل کنټرول کې اخیستې چې دا شان د وسلوالو تګ راتګ مخه ونیسي.

پوځ وایي چې په دغه سیمه کې یي عملیات د تحریک طالبان او نورو وسلوالو ډلو خلاف پیل کړي دي، او په تیره میاشت کې یي څه نا څه ۲۳۰ وسلوال وژلې دي. په تیرا کې زیاتره د لشکر اسلام ډلې وسلوال فعاله دي.

د پوځ د مطبوعاتي څانګې مشر میجر جنرل عاصم سلیم باجوا په خپل یو ټویټ کې تیره هفته ویلي وو، دوی د افغانستان ننګرهار ته په تلونکې لاره خپل کنټرول تر لاسه کړی دی. پوځي چارواکو ای ایف پي ته ویلي : پوځ په مهمو لارو خپل کنټرول بیرته تر لاسه کړی دی، چې داشان د وسلوالو ا اورکزو، باړې ، افغانستان او نورو سیمو ته په تګ راتګ نظر ساتي. بلخوا تحریک طالبان د پوځ دغه دعوې ناسمې ګرځولې دي.

تیرا د خیبر یوه ښایسته سیمه ده، زرخیزه زمکه لري، اوس هم پکې خلک اسونه او خره د تګ راتګ لپاره استمالوي. دغلته د اپیمو کر هم کیږي، او دغه د وسلوالو د امدن یوه ښه ذریعه هم ده.

امنیتي چارواکي دا هم وایي چې د تیرا سیمه د طالبانو او نورو وسلوالو ډلو لپاره یو محفوظ ځای و، او پر دغه ځای عملیات او دغه سیمه له وسلوالو پاکول به یوه لویه کامیابي هم وي.

د امنیتي چارو کارپوهان دا هم وایي چې د خیبر تیرا سیمه له وسلوالو نه د پاکولو سره به په پیښور او نورو سیمو کې هم امن راشي، چیرته چې وسلوال د تیرو اتو کالونو راهیسی ترهګر پیښې تر سره کوي. د تیر کال په دسمبر کې د پيښور پر یو سکول د طالبانو په برید کې ۱۵۰ کسان ووژل شوو، چې زیاتره شمیره پکې د ماشومان وو.

دا هم ویل کیږي چې تیرا د تحریک طالبان د مشر ملا فضل الله لپاره یوازینی محفوظ ځای پاتې شوی دی، او داسې هم امکان شته چې هغه هم د تیرا له غرونو نه د وسلوالو مشرې کوي. او که چیرې په دغه ځای پوځ کنټرول ترلاسه کړي، نو د ملا فضل الله دغه جاله به هم ختمه شي.

XS
SM
MD
LG