د لاسرسي ځای

تازه خبر

پراګ کې د فرخندې یاد غونډه


پرون ماښام د چک جمهوريت په مرکز پراګ کې مېشتو افغانانو د قهرجنو خلکو له خوا د وژل شوې فرخندې د فاتحې او د هغې په ياد کې د شمعو بلولو غونډه ونيوله.

په دې غونډه کې ګڼ شمېر افغانانو ګډون کړی وو. پراګ مېشتو افغانانو د دې پېښې په اړه خواشيني څرګنده کړه او وې ويل چې انسانيت او افغانيت دواړه هيڅ چا ته دا اجازه نه ورکوي چې د يوه انسان او په تېره بيا د يوې ښځې او يا هم د یو چا د جسد بې حرمتي وکړي.

دوی زياته کړه چې اوس وخت رارسېدلی دی چې افغانان خپل هيواد ته توجه زياته کړي او باید د تاوتريخوالي له کلتوره، چې د دوی په وينا له بهره راغلی، لاس واخلي او قانون ته په احترام سره ځان د متمدنو ټولنو په فهرست کې شامل کړي.

فرخنده هغه ۲۷ کلنه ښځه وه چې د ۱۳۹۳ لمریز کال د حوت په ۲۸ نېټه د کابل ښار په منځ کې شاه دوشمشېره زيارت ته څېرمه د قرآن کريم د سوځلو په تور د قهرجنو ښاريانو له خوا وډبول شوه او وروسته ورته اور واچول شو.

ياده دې وي چې د نړۍ په بیلا بيلو برخو کې د افغانانو له خوا دا پېښه غندل شوې او د فرخندې لپاره د فاتحې او شمعو بلولو مراسم نيول شوي دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG