د لاسرسي ځای

تازه خبر

چارسده کې یو تن د خپلې کورنۍ ۱۰ کسان وژلي


فایل فوټو
فایل فوټو

د خیبر پښتونخوا په چارسده کې د پولیسو چارواکي وايي یو ځايي تن د خپلې کورنۍ لس تنه په ډزو وژلي دي.

د تنګي تحصیل د پولیسو یو مشر امجد علي مشال راډیو ته وویل چې دا پېښه د تنګي په پيرانو کلي کې رامنځ ته شوې ده. دغلته د ګل احمدسید په نوم یو تن خپل تره ، د تره مېرمن ، او د هغوی اته بچي په ډزو وژلي دي.

د پولیسو په وینا نوموړي تن تر دې څه موده وړاندې د خپلې ترلې د رشتې په سر خپل مور او پلار او د ورور ترڅنګ د کورنۍ دوه نور کسان هم وژلي وو. ګل احمد سید د تیر ځل په شان دا ځلې هم د پېښې له ځایه ( علاقه غیر ) ته په تېښته بریالی شوی دی.

د پولیسو مشر امجد علي وايي ګل احمد سید ځکه خپله او د تره کورنۍ په نښه کړې چې د هغه او د ترلې رشتې ته یې غاړه نه کېښوه. نوموړی داهم وايي د پېښې د ځای سره په څو کیلومیټرۍ کې علاقه غیر پروت دی چیرته چې پولیس یا نور امنیتي ځواکونه نشي ورتلی، نو ځکه نوموړی په تېښته بریالی شوی دی. په پښتونخوا کې تر دې وړاندې هم د رشتو په سر مرګونه شوي دي.

XS
SM
MD
LG