د لاسرسي ځای

تازه خبر

'مسلمانه نړۍ باید خپلې ستونزې په سلا مشورو هوارې کړي'


د ترکیې وزیر اعظم احمد دواوداوګلو له خپل پاکستاني سیال سره په انقره کې ګډ خبري کنفرانس کوي
د ترکیې وزیر اعظم احمد دواوداوګلو له خپل پاکستاني سیال سره په انقره کې ګډ خبري کنفرانس کوي

د ترکيې وزيراعظم احمد داوداوګلو وینا وه چې مسلمانې نړۍ ته د ورپېښو مسلو د حل لپاره سلا مشورې ډېرې ضروري دي

پاکستان او ترکي له دې خبرې سره اتفاق کړی دی چې د يمن مسلې حل د مذاکراتو له لارې راوېستل پکار دی او دا چې د غېر رياستي وګړو لخوا د آئيني حکومت پر ضد جګړه د اندېښنې وړ ده.

دا خبره د پاکستان او ترکي وزيراعظمانو خپلو کې له لیدو وروستو خبري غونډې ته کړې.

پر دې مهال د ترکيې وزيراعظم احمد داوداوګلو وینا وه چې مسلمانې نړۍ ته د ورپېښو مسلو د حل لپاره سلا مشورې ډېرې ضروري دي او ترکيه د يمن مسلې پرامن حل راويستو لپاره د پاکستان هلو ځلو مرسته کوي

ده زياته کړه چې په دغه لړ کې ترکيه هم د ايران او سعودي عرب دواړو سره په رابطه کې ده.

د پاکستان وزيراعظم نواز شريف وويل چې د منځي ختيز صورتحال په پاکستان او ترکي يو شان بداغېز غورځوي او پکار ده چې په يمن کې جنګېدونکې ټولې ډلې او اسلامي ملکونه د مسلې زر او پایدار حل راوباسي.

ده زياته کړه په يمن کې د غېر رياستي عناصرو مخنيوی پکار دی.

بل طرفته د خارجه دفتر لخوا بيګاه جاري شوي يو بيان کې ويل شوي دي چې د تېرې مياشتې په يودېرشمه نېټه د پاکستان وزيراعظم او د ترکيې ولسمشر په ټېليفون خبرې شوې وې او هغه مهال په دې دوره اتفاق شوی وو.

له وزيراعظم سره په پلاوي کې د قامي سلامتۍ او خارجه چارو مشير سرتاج عزيز، د وزيراعظم خصوصي سلاکار طارق فاطمي او د خارجه چارو سیکرېټري اعزاز احمد چوهدري شامل دي.

د يمن موجوده صورتحال او په دغه لړ کې د پاکستان وزيراعظم د ترکيې دورې د اهميت په اړه مشال رېډيو د سيمه ايزو چارو د کارپوه او پېښور پوهنتون کښې د نړیوالو مطالعاتو څانګې مشر ډاکټر سرفراز خانه تپوس وکړو نو هغه وويل د پاکستان لخوا براه راست په جنګ کې داخلېدل به په پاکستان بدې اغيزې پرېباسي البته دا دوره په يمن کې د حالاتو سمولو لپاره ګټه وره وګرځي

د ده په خبره ترکي يو بااثره اسلامي ملک او د يمن ګاونډي دی نو داشان به په يمن دننه ټولې ډلې او ورسره د دوي مرسته او ملاتړ کوونکي عرب او عجم ملکونه د مذاکراتو او خبرو اترو ميز ته راوستو کښې آساني پېدا شي.

امکان دې چې د ترکي د دورې روستو وزيراعظم د نورو اسلامي ملکونو سفر هم وکړي.

د دې ترڅنګ د حالاتو جاج اخستو او غور دپاره د پاکستان ولسمشر ممنون حسېن د پارليماني چارو د وزارت په خواست د روانې مياشتې په شپږمه نېټه د پارليمان شريکه غونډه هم رابللې ده.

XS
SM
MD
LG