د لاسرسي ځای

تازه خبر

د پاکستان وزیر اعظم د یمن بحران هوارولو لپاره ترکیې ته ولاږ


د پاکستان وزیراعظم نواز شریف، د یمن پر ناکرارۍ د خبرو لپاره ترکیې ته تللی دی.

د پاکستان دولتي ټیلي وېژن وايي، نن انقرې ته تر روانېدو مخکې نواز شریف وویل، اسلام اباد غواړي چې د یمن مسله دې د خبرو اترو له لارې هواره کړل شي.

هلته تېره ورځ د بهرنیو چارو وزارت ویاندې تسنیم اسلم د اوونیزې خبري غونډې پر مهال وویل د اپرېل پر شپږمه به د پارلېمان په ګډه غونډه کې پرېکړه کېږي چې د یمن په اړه څه تګلار جوړه کړل شي.

پاکستان ویلي، تر اوسه یې د یمن په جګړې کې د خپل رول په اړه پرېکړه نه ده کړې خو دا ده چې د سعودي عرب امنیت ساتنه به کوي.

تسنیم اسلم زیاته کړه چې له یمنه به ژر شاوخوا ۵۰۰ نور پاکستانیان خپل هېواد ته ورسول شي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG