د شمالي وزیرستان کډوالو مشران وايي، امنیت د حکومت ذمه واري ده نو دوی دا دنده نشي تر سره کولی.
دا خبره د کډوالو یو شمېر مشرانو تېره ورځ په بنو کې له مشال راډیو سره د خبرو پر مهال وکړه. ملک غلام خان وزیر وروستۍ حکومتي حکمنامې ته په اشاره وویل، که د وزیرستان امنیت یې دوی ته سپاره نو کلي یې ولې ورباندې خالي کول؟
څو ورځې مخکې د پاکستان حکومت پر ستنېدونکو کډوالو یو شمېر شرطونه ولګول چې ورته یې د شمالي وزیرستان ټولنیز تړون یا سماجي معاهدې نوم ورکړ. د دې تر مخه، قبیلې به په خپلو سیمو کې د امنیت ټینګښت او د وسله والو فعالیتونو مخنیوي ذمه وارې وي.