د لاسرسي ځای

تازه خبر

یوناما په خوست کې ځانمرګی برید وغانده


په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سیاسي دفتر یوناما او د ولسمشر دفتر په خوست کې د تېرې ورځې ځانمرګی برید غندلی دی.

هلته د خوست سرپرست والي ویاند مبارز محمد ځدراڼ تېر ماښام مشال راډيو ته وویل، په برید کې د وژل شویو شمېر ۲۰ ته رسېدلی او دا چې په حمله کې په ولسي جرګه کې د خوست خلکو استازي همایون همایون په ګډون ۶۲ کسان ژوبل دي.

برید تېر سهار هغه وخت وشو چې ولسي وګړو د سرپرست والي پر ضد لاریون کاوه. په لاریون کوونکو کې زیاتره معذوران ول. د حملې پړه چا نه ده منلې.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG