د عوامي نیشنل ګوند مشر اسفندیار ولي خان د پاکستان پر حکومت غږ کړی چې د یمن په ناکرارۍ کې دې ځان نه ښکېلوي.
تېره ورځ په کراچۍ کې تر یوې خبري غونډې وروسته نوموړي مشال راډيو ته وویل، که پاکستان د افغانستان په څېر د یمن په جګړې کې ځان ښکېل کړ نو تاوان به یې ټول پاکستان ته رسي.
اسفندیار ولي خان زیاته کړه چې د پاکستان واکدارانو ته په کار دي چې د جذباتي پرېکړې پر ځای، په سلا مشورو فیصله وکړي.