د لاسرسي ځای

تازه خبر

پښتونخوا سټوډنټس ارګنایزېشن تعلیمي کمپاین تر ۲۰م اپرېله وغځاوه


کبیر افغان وايي، چې د سږ کال په کمپېن کې یې د بلوچستان بېلابېلو پښتني ضلعو کې په سلګونه ماشومان سکولونو ته داخله کړیدي.

بلوچستان کې د زده کونکیو سازمان، پښتونخوا سټوډنټس ارګنایزېشن د صوبې پښتون مېشتو سیمو کې د سږني ۲۰۱۵م کال له ۲۰ مې فبرورۍ جاري د ماشومانو و سکولونو ته د داخیلولو کمپاین د روانې اپرېل میاشتې تر ۲۰ مې نېټې وغځاوه. د دغ کمپېن چلونکیو په خبره، کار یې زیات شوی دی او تر اوسه یې په سلګونه نوي ماشومان سکولونو ته داخل کړي دي.

د پي اېس او صوبایي سیکرېټري کبیر افغان په دغه اړه مشال راډیو سره په خبرو کې وویل:

«پخوا به دا وه چې د فبرورۍ له ۱۵مې یا ۲۰مې نېټې به موږ کمپېن پېل کړو او د مارچ تر ۱۵ یا ۲۰مې نېټې پورې به مې بشپړ کړی، خو دا ځل زموږ کار زیات شوی دی. موږ د کار طریقه بدله کړې ده. اوس موږ کور پر کور ځو او خلکو ته خواست کوو چې خپل ماشومان دې خامخا سکولونو ته واچوي. نو تاسو ته معلومه ده چې بلوچستان پښتون مېشتې سیمې څومره اوږدې او لیرې پرتې دي. تر هر ځایه ځان رسول ګران کار دی. بل اړخ ته په سیمه کې یخ لا هم پوره ختم شوی نه دی او د ژمي له دوه نیمو یا تر درې میاشتو روخصتیو وروسته سکولونو کې سبقونه په پوره او سمه توګه نه دي شروع شوي. نو په دې خاطر موږ پرېکړه وکړه چې کمپاین به د اپرېل تر ۲۰مې نېټې رسوو»

کبیر افغان زیاته کړه چې د سږ کال په کمپېن کې یې د بلوچستان بېلابېلو پښتني ضلعو کې په سلګونه ماشومان سکولونو ته داخله کړیدي. دی په دغه اړه یوه شمېره هم ور کوي:

«موږ ته راپورونه را رسېږي چې دغه ځای او هغه ځای کې دومره او دومره شمېره نوي ماشومان داخیل شویدي. یواځې د نن رپورټ که زه درته ووایم چې حیران به شې چې په کوټه کې نن په ننه ۵۰۰ ماشومان داخیل شویدي چې په مختلفو سیمو کې په مختلفو بېلې شمېرې دي.دا سیمې پښتون دره چې له پښتون اباد سره نږدې ده او بله سره غوړګۍ ده. دا قیسمه رپورټونه په ورځني حساب را روان دي. چې کره او بشپړه شمېره به یې له ۲۰م اپرېل وروسته درکوو»

د پښتونخوا سټوډنټس ارګنایزېشن یو بل صوبایي مشر، نظام عسکر هم د دوی تعلیمې کمپېن ګټې بیانوي:

«زموږ د تعلیمي کمپېن له برکته په سکولونو کې نجونه او هلکان،دواړه په دومره شمېره داخیل شویدي چې ته یې اندازه نه شې لګولی.ما خپله سرشمېرنه (سروې) کړېده او په سترګو مې لیدلې دي چې څرنګه خلک تر موږه ځان را رسوي او موږ ته وایي چې بچیان یې په سکولونو کې ور داخیل کړو»

بل اړخ ته په یو سکول کې د لسم جماعت یو زده کوونکی هم دا خبره مني چې سږ کال خلکوسکولونو ته زیات ماشومان وروړي دي:

«زما نوم محمد کاشف دی او په لسم جماعت (کلاس) کې سبق وایم.پخپله مې لیدلې دي چې زموږ په سکول کې د ماشومانو شمېره د پخوا په مقابله کې بیخې زیاته شوېده.یواځې که د خپل جماعت مثال در کړم نو هم په څو کلونو کې مې داسې څه نه وو لیدلې،لکه سږ کال چې زیات هلکوان داخیل شویدي»

د پښتونخوا سټوډنټس ارګنایزېشن دغه ادعاوې مې له زده کوونکي وروسته د بلوچستان د تعلیم محکمې د سکولونو څانګې صوبایي ډایرېکټر مخې ته کښېږدې،نو نوموړي یې په اړه وویل:

«هو،دا خبره او دا ادعا زه په دې صحیح ګڼم چې موږ ماشومانو ته کتابونه بې له څه قیمته (مُفت) ورکوو او دا ځل چې موږ څومره کتابونه په خپل حساب ورکړې وو،غوښتنه (ډیمانډ) یې تر هغه زیات را روانه ده او اوس هم له سیمو موږ ته ویل کېږي چې کتابونه ور ولېږو.د دې مطلب دا دی چې سکولونو کې داخېلې زیاتې شویدي»

یاده دې وي،پښتونخوا سټوډنټس ارګنایزېشن د تېرو څو کلونو په شان سږ کال هم د ماشومانو و سکولونو ته داخیلولو تعلیمي کمپاین شروع کړی چې د فبرورۍ له ۲۰مې نېټې لا هم جاري دی.

XS
SM
MD
LG