د لاسرسي ځای

تازه خبر

په خوست کې ځانمرګي برید ۱۷ کسان وژل شوي


افغان چارواکي وايي، په خوست کې په ځانمرګي برید کې ۱۷ کسان وژل شوي او له ۴۰ زیات ژوبل دي.

د خوست سرپرست والي ویاند مبارز محمد ځدراڼ مشال راډيو ته وویل، برید نن سهار هغه مهال وشو چې ګڼو خلکو د عبدالجبار نعیمي او نورو چارواکو پر ضد لاریون کاوه.

یوه عیني شاهد رحمان الله خان وویل، په برید کې ګڼ کسان ژوبل شول.

په ژوبلو شویو کې په ولسي جرګه کې د خوست خلکو استازی همایون همایون هم شامل دی چې روغتیايي حالت یې د ډاډ وړ دی. د برید پړه چا نه ده منلې.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG