د لاسرسي ځای

تازه خبر

داعش ډله د سوریې د مرکز لور ته ورمخته شوې


که چېرته داعش ډله یرموک ونیسي نو دا به دې ته لاره هواره کړي چې د سوریې مرکز دمشق ته نفوذ وکړي.

د اسلامي دولت ډلې وسله وال د سوریې مرکز دمشق په اته کيلومیټرۍ کې د فلسطیني کډوالو کېمپ ته ورننوتي دي.

د یرموک کمپ د دمشق په جنوب کې دی. د فلسطین د ازادي بخښونکې غورځنګ غړیو فرانس پریس اژانس ته وویل چې د داعش وسله والو د چارشنبې پر ورځ د دې کېمپ لویه برخه لاندې کړه.

په بریتانیا کې د سوریې بشري حقونو میشته څارونکې ډله وایي چې د اسلامي دولت د ډلې او د فلسطینیانو د اکناف بیت المقدس د ډلې ترمنځ د یرموک کمپ شاوخوا جګړې شوې دي چې په ترڅ کې یې داعش د کمپ لور ته ورمخته شوی دی او تلفات هم ور اوښتي دي.

که چېرته داعش ډله یرموک ونیسي نو دا به دې ته لاره هواره کړي چې د سوریې مرکز دمشق ته نفوذ وکړي.

د ملګروملتو په وینا شاوخوا اتلس زره فلسطینیان د یرموک په کمپ کې د سوریې د ځواکونو په محاصره کې دي او د دې کمپ یوه لور ته د سوریې دولتي ځواکونه دي او بل اړخ ته یې یاغیان دي.

د مارچ په لومړیو کې د ملګرو ملتو مرستندویه ادارې ګارډین ورځپاڼې ته ویلي وو چې له دوه نیمو میاشتو راهیسې دوی نه دې توانیدلي چې د دې کمپ له استوګنو سره د خوراکې موادو مرستې وکړي.

یرموک په سوریه کې د فلسطینیانو تر ټولو لوی کمپ دی چې شاوخوا شپږ لکه پنځوس زره فلسطنیان په کې ژوند کوي.

داعش په وروستیوکې په سوریې کې فعالیت زیات کړی دی او د ملګروملتو د یوه نوي راپورله مخې د سلو هېوادونو ترپنځه ویشت زره ډیرکسان په سوریې، عراق او یو شمېر نورو هېوادو کې له القاعده او داعش سره یوځای شوی دي.

د ملګرو ملتو د دغه راپورد چمتو کوونکو په وینا اسوشیتد پریس اژانس خبر ورکوي چې د ۲۰۱۴ کال له نیمایي د ۲۰۱۵ کال تر مارچ پورې په نړۍ کې د بهرنیو وسله والو شمېر۷۱ په سلو کې زیات شوی دی.

د عراق او سوریې ترڅنګ د ملګروملتو په راپورکې د افغان امنیتي ځواکونو په وینا ویل شوي دي چې نژدې ۶۵۰۰ بهرني وسله وال په افغانستان کې فعاله دي، په سلګونو بهرنیان په یمن کې جنګیږي.

همدا راز په پاکستان او لیبیا کې په جګړو بوخت دي، نژدې سل تنه هم په صومالیا او یو شمېر هم د افریقا په شمال او فلیپین کې فعاله دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG