د لاسرسي ځای

“حکومت به د فرخندې کورنۍ د امنیت په خاطر لاس په کار شي”


د افغانستان ملي امنیت شورا پریکړه کړې ده چې د فرخندې د کورنۍ د امنیت په خاطر او د هغې د حیثیت د اعادې لپاره به دولت لاس په کار شي.

د امنیت شورا غونډه د چارشنبې پر ورځ ناوخته د ولسمشر اشرف غني په مشرۍ کې په ارګ کې جوړه شوې وه.

له ارګه خپره شوې خبرپاڼه لیکي چې دا پرېکړه د ملي امنیت شورا د خپلې غونډې په هغه برخه کې وکړه چې د فرخندې پر قضیه پکې خبرې کیدې.

په غونډ‌ه کې د کابل له ښاروالۍ دا هم غوښتنه هم شوېده چې یو سړک دي د « شهیدې فرخندې» په نوم کړي.

ټاکل شوې ده چې په کابل کې د ( شاه دو شمشیره ) د زیارت مخې ته تېر شوی سړک د فرخندې په نوم کړل شي.

XS
SM
MD
LG