د لاسرسي ځای

تازه خبر

د مينځني ختيز پر صورتحال د وزيراعظم په مشرۍ کې غونډه


په وزيراعظم هاوس اسلام آباد کې د وزيراعظم نواز شريف په مشرۍ کې د اعلا پايې يوه غونډه روانه ده چې پکې د مينځني ختيز په صورتحال غور کېږي.

د پاکستان سرکاري ټيليويژن وايي چې د دفاع وزير خواجه آصف په مشرۍ کې سعودي عرب ته تلونکې ډله د ياد ملک له مشرتابه سره شوؤ ملاقاتونو پحقله غونډې ته بريفنګ ورکوي.

سرکاري ټې وي زياتوي چې په غونډه کې د دفاع وزيرخواجه آصف، د وزيراعظم د خارجه امورو صلاح کار سرتاج عزيز او د خزانې وفاقي وزير سينټر اسحاق ډار نه علاوه پوځي مشران هم موجود دي.

د يادونې ده چې د پاکستان په سياسي او پوځي چارواکو مشتمله دا ډله د تيرې نهې په ورځ سعودي عرب ته تللې وه چرته چې يي د ياد ملک د دفاع وزير شهزاده محمد بن سلمان سره په ملاقات کې په يمن کې د حوثي اغيانو پرضد روانو کارروايانو پحقله خبرې کړې وې.

بلخوا سعودي ميډيا د ملک د دفاع وزارت د ترجمان لخوا ليکي چې پاکستان نه ورغلې ډلې ته يي د حوثي اغيانو پرضد اتحاد کې د شاملېدو پيشکش کړيدې او دې لړ کې به پاکستان خپل پوځ سعودي عرب ته ليږي. خو د پاکستان خارجه دفتر ویانده تسنيم اسلم پاکستانيو رسنیو ته وويل چې تر دې دمه حکومت سعودي عرب ته د پوځ ليږلو څه فيصله نه ده کړې. د دې ترڅنګه د پاکستان وزيراعظم نواز شريف به د يمن په بحران د مشاورت لپاره د اسلامي ملکونو دورې کوي. د پاکستان سرکاري ريډيو وايي چې دې لړ کې نواز شريف د مختلفو اسلامي ملکونو له مشرانو سره په رابطه کې دی.

د يادونې ده چې تېره ورځ د پخواني ولسمشر آصف علي زرداري په مشرۍ کې د اپوزيشن ګوندونو يوه غونډههم شوې ده چې پکې له حکومته غوښتنه وشوه چې د يمن په مسله دې ټول ګونديز کنفرانس سره سره د پارلمان ګډ اجلاس راوبلل شي او قام دې په اعتماد کې واخلي.

XS
SM
MD
LG