د لاسرسي ځای

تازه خبر

'د حقاني شبکې جګړه مار هم وزیرستان ته ستنېږي'


سختدریځی بنسټ پال جلال الدین حقاني، له څلورو لسیزو راهیسې د پاکستاناستخباراتي ادارې یا (ای اېس ای) یو اصلي، مهم متحد او ملګری دی.

د شمالې وزیرستان قبایلې سیمې څخه شاوخوا یو میلیون بي ځایه شوي کسان چې په سیمه کی د پاکستان د پوځې عملیاتو له امله کورونو پرېښودو ته اړ شوي ول، د سېشنبې پر ورځ یې بیرته خپلو کورونو ته په ستنېدو پیل وکړ. خو داسې ویل کېږې چې شمالي وزیرستان ته له ستنیدونکو کورنیو سره به د حقانې ډلې په زرګونه وسله وال هم سیمې ته ولاړ او ځای پر ځای شي. د شمالي وزیرستان اوسیدونکې په تیر جون میاشت کې هغه مهال خپلو کورونو پریښودو ته اړ شوي ول چې د پاکستان پوځ په سیمه کې د وسله والو پرضد عملیات پیل کړل.

سختدریځی بنسټ پال جلال الدین حقاني، له څلورو لسیزو راهیسې د پاکستاناستخباراتي ادارې یا (ای اېس ای) یو اصلي، مهم متحد او ملګری دی.

حقانې په ۱۹۹۰ لسیزه کې له طالبانو سره یو ځای شوی و او دا مهال یې زوی، سراج الدین حقانې د شبکې مشري کوي. سراج الدین په شمالي وزیرستان کی د خلیفه په نامه مشهور دی او یو ځل ېي ادعا کړی وه چې پنځلس زره وسله وال لري.

دا چې حقانې شبکه له اسلام آباد سره ډېرې نږدې اړیکې لري، د امریکا پوځ لویو درستیزانو کمیټې پخواني مشر امیرالبحر مایکل مولین ویلي و چې حقانې شبکه د (ای اېس ای) یو قوي پوځي مټ دی.

یو شمېر افغان چارواکې، وسله وال او ژورنالیستان چې د نومونو له ښودلو یې ډډه کړې، وایي، د حقاني شبکې ځینې قوماندانان وایي چې د پاکستان استخباراتې کسانو ورته ویلي چې دوی کولی شي په آزاد ډول په فاټا یا قبایلې سیمو کې تګ راتګ وکړي.

یو افغان چارواکی چې له حقانې شبکې سره اړیکې لري وایي، د حقانې وسله والو ته ویل شوي چې له القاعده او تحریک طالبان پاکستان سره به په هېڅ ډول تماس نه ساتي. د خېبر پښتونخوا صوبې سرچینې وایي، د حقاني شبکې زیات شمېر کسان په لنډمهالې توګه په ټل کې ځای په ځای شوي دي.

ټل په یوه خوړ له شمالي وزیرستانه جلاشوی دی.

افغان ژورنالیست سمیع یوسفزی چې په نړیوالو رسنیو کې د طالبانو په اړه مضمونونه او مقالې خپروي، وایي ، که چیري د حقانې ډله یو ځل بیا په شمالي وزیرستان کې امن ځایونه ټینګ کړې ، د پاکستان او افغانستان ترمنځ په دي وروستیو کې ښه شوې اړیکې به سخت زیانمن کړي:

« په دي وروستیو کې افغان استخبارات او یو شمییر لویدیځ استخبارت فکر کوي چې د حقانې ډله ممکن بیرته پریښودله شي چې خپل پخواني مرکز یعني میرامشاه ته ولاړه شي. دا به د ولسمشر اشرف غني هغه هیلې سختې زیانمنې کړې چې وایي، پاکستان به له طالبانو سره د سولې په کار کې مرسته وکړي. که دا خبرې ریښتیا وې، نو فکر نه کوم چې د پاکستان په پالیسۍ کې دې کوم بدلون راغلی وي».

شمالي وزیرستان ته د حقانې شبکې بیا ورتګ به ددي څرګندوی وې چې دا افراطي ډله به په سیمه کې خپل قوي حضور ته دوام ورکړي. دا سیمه د القاعده، د ازبکستان د اسلامي غورځنګ او د ختیځ ترکستان د اسلامي غورځنګ د وسله والو لپاره هم امن ځاي و.

راپور: ابوبکر صدیق او احمد تکل

XS
SM
MD
LG