د لاسرسي ځای

په ننګرهار کې د نارنج ګل دويزه کلنۍ مشاعره تر سره شوه


د نارنج ګل چې د تيرو پنځوسو کلونو راهيسې د يوې ميلې او مشاعرې په توګه نمانځل کيږي، سږکال هم د يوې درنې مشاعرې په جوړيدو سره ونمانځل شوه چې د افغانستان له بیلابيلو ولایتونو څخه ورته په سلګونه تنه شاعران بلل شوي وو.

د نارنج ګل چې د تيرو پنځوسو کلونو راهيسې د يوې ميلې او مشاعرې په توګه نمانځل کيږي، سږکال هم د يوې درنې مشاعرې په جوړيدو سره ونمانځل شوه چې د افغانستان له بیلابيلو ولایتونو څخه ورته په سلګونه تنه شاعران بلل شوي وو.

دغه مشاعره چې ننګرهار د اطلاعات اوفرهنګ ریاست له اړخه د نارنج د ګلونو د وږمو تر سيوري لاندې د جلال اباد ښار په شاهي مانۍ کې د چارشنبې په ورځ تر سره شوه، په ننګرهار ميشتو شاعرانو سربيره ورته له کابل او يو شمير نورو ولایتونو څخه هم شاعران بلل شوي ول.

د ننګرهار د اطلاعات ريس اورنګ صميم د مشاعرې د جوړيدو په اړه وويل:

(( دغه شان مشاعرې په هیواد کې د ملي کټو لپاره او سولې او امن لپاره پيغامونه ډالۍ کوي او کومې ناخوالې او ستونزې چې په هیوادنۍ کچې زما پ ه ملت او ملک کې شته دی. هغه هم موږ او تاسو په شعرونو کې اورو او وینو، چې په حقیقت کې د ملت د زړونو اواز دی.))

د مشاعرې پرانسته داود شهيد په خپل يو نظم سره وکړه چې د نارنج د ګل ستاینه يې په کې کړې وه.

(( ما سره زما په هره پاڼه کې درسونه شته تاسو ته يې ښايم راسره ښه سبقونه شته زړه کې مې د عشق او محبت خواږه رنګونه شته نه یم بې ثمره زما ژوند کې لوی یادګار دی زه د نارنج ګل يم زما هم قدر په کار دی))

ځوان شاعر مطينزي په خپل شعر د پسرلي سره د ګودرونو ښکلا ګډه کړې وه.

(( چنار مې ځومره ښکلی و، ګودر زما د چم ښه ډک وي له مستيو مازيګر زما د چم موسم عاشقانه شو، پسرلي لمن خوره کړه ګلان پرې رازرغون شول په تورغر زما د چم))

خو ځوانه شاعره ګيتا احمد زۍ بيا په خپل شعر کې د ورانو ګودرونو اوکوډي کوډي منګيو ځورولې وه.

(( هره کوڅه کې د منګيو خړ ګودي پراته دي نجونې ژوندۍ دي خو په کلي کې ګودر مو نشته پښې او لاسونه مې قسمت داسې تړلي راته هر یو میدان، ډګر ته ځمه خو سنګر مو نشته))

د افغانستان د سيمه ييزو مطالعاتو ريس استاد عبدالغفور ليوال مشال راډيو سره په خبرو کې خوښي

څرګنده چې په مشاعره کې يې د مينې، عاطفې او له پیغامونو ډک شعرونه واوريدل.

(( د مشاعرې لحن او پیغام بدل شوی دی. هغه څه چې موږ يې له ډیٍرو کلونو په ارمان کې وو، هغه دا چې عاطفه پښتو شعر ته بيرته راستنه شي. او نور نو د وینو د بهولو او د بې ځایه، حماسو خیالونو ځای بيرته عاطفې نیولی، هغه څه چې د شعر ګاڼه ده.))

استاد نجيب منلي دغه شان کلنۍ او دوديزې مشاعرې د پښتو ادب پرمختګ لپاره يوه ښه وسيله وګڼله.

(( د دې په خاطر چې شاعران خپلې تجربې سره شريکې کړي، یو د بل شعرونه واوري، يو د بل خبرې واوري، یو د بل نقدونه واوري، دا د پرمختګ لاره ده، په دویمه مرحله کې د ټولنې په پرمختګ باندې هم اثر غورځوي او د ټولنې په عمومي هنري چاپيریال باندې هم اثرغورځوي.))

په دغه مشا عره کې يو شمير شاعرانو طنزیه شعرونه وويل. شیرحسن کمالزی هم يو له هغو و چې طنزیه شعر يې ووايه او بیدريغه داد يې پرې واخيست.

د مشاعرې په اخر د جلال اباد ښار سکانو د ډول او سرنې سره په روايتي انداز ډانچې ووهلې

XS
SM
MD
LG