د لاسرسي ځای

تازه خبر

د بخښنې نړیوال سازمان منشي کابل ته ځي


د بخښنې په نړیوال سازمان کې د افغانستان د برخې مسولې حریه مصدق د سېشنبې پر ورځ مشال راډیو ته وویل، سلیل شیټي به د راتلونکې شنبې په ورځ کابل ته ورسیږي او درې ورځې به په افغانستان کې پاتې شي.

نوموړې وویل، د بخښنې نړېوال سازمان د منشي له دې سفر سره په یو وخت به دوی په افغانستان کې د ښځو د حقونو پرفعالانو د بریدونو په اړه یو راپور هم خپور کړي.

همدارنګه به سلیل شیټي په خپل دې درې ورځني سفر کې له افغان ولسمشرا شرف غني، اجرایوي رییس عبدالله عبدالله او نورو لوړ پوړو افغان چارواکو سره وګوري.

میرمن مصدق وايي، ښاغلی شیټي به له افغان چارواکو سره په دې لیدنو کې په دې هېواد کې د بشري حقونو په عمومي وضیعت او هغو اندېښنو چې د بښنې نړیوال سازمان یې لري وغږیږي.

نوموړې په ځانګړې توګه په کابل د وژل شوې اوه ویشت کلنې نجلۍ فرخندې د پېښې یادونه وکړه چې له افغان چارواکو سره به یې راپورته کړي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG