د لاسرسي ځای

“ د سعودي عرب ځمکنۍ بشپړتيا ساتلو لپاره مرستې ته تیار یو”


پاکستان وايي ملګري ملتونه او د اسلامي همکارۍ سازمان دې د یمن د شخړې د پرامنه حل لپاره خپل کردار ترسره کړي.

د وزیراعظم نواز شریف له دفتره بیګا خپور شوی بیان وايي چې پرون (دوشنبه) د هغه په مشرۍ کې د لوړپوړو حکومتي او پوځي چارواکو یوه غونډه وشوه.

بیان زیاتوي چې په دې غونډه کې دا پرېکړه وشوه چې پاکستان د سعودي عرب د مځکنۍ بشپړتیا ساتلو لپاره هر ډول مرستې ته تیار دی.

بلخوا د دفاع وزیر خواجه آصف هغه رپوټونه رد کړي دي چې ګواکې پاکستانۍ جنګي الوتکې وار له مخه په یمن کې دي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت پر خپله ویب پاڼه خبر ورکړی دی چې له یمنه د پاکستانیو وګړو د ایستلو لړۍ روانه ده او تر اوسه په سلګونه خپل ملک ته ستانه کړل شوي دي.

XS
SM
MD
LG