د لاسرسي ځای

تازه خبر

ننګرهار: کمعمره ودونه ښې پايلې نه لري


د ننګرهار د ښځو چارو رياست په ماشومتوب کې د نجونو د ودونو او د هغې پايلې تر عنوان لاندې يوه غونډه رابللې وه چې بیلابیلو ويناوالو په یاده موضوع رڼا واچوله او له پلرونو څخه په جدي ډول غوښتنه وشوه چې خپلې لوڼې له بلوغت نه مخکې واده نه کړي.

د ننګرهار د ښځو چارو رياست په ماشومتوب کې د نجونو د ودونو او د هغې پايلې تر عنوان لاندې يوه غونډه رابللې وه چې بیلابیلو ويناوالو په یاده موضوع رڼا واچوله او له پلرونو څخه په جدي ډول غوښتنه وشوه چې خپلې لوڼې له بلوغت نه مخکې واده نه کړي.

دغه غونډه چې د سیشنبې یا نهې په ورځ د ښخو چارو ریاست په انګړ کې د اي ایم سي یا نړیوال روغتيايي هييت د دفتر په مالي او تخنيکي مرسته جوړه شوې وه، د اړوندو دولتي ادارو پر مسوولينو سربيره ورته د مدني ټولنو فعالان او د بشر د حقونو مدافین وربلل شوې ول.

د ننګرهار د ښځو چارو ریاست مشرې انیسې عمراني په خپله پرانستونکي وینا کې وويل: کومې نجونې چې په ماشومتوب کې ودول کيږي، له ګڼو ستونزو سره مخ کيږي:

(( په دې خاطر چې دوی په کوچنيوالي کې واده شي، یو خو د دې خور عمر ډير کم وي، اهليت د واده نه لري، او دوی ته چې کوم مسوولیت په کورنۍ کې سپارل کیږي او کومه طمعه او توقع چې د دې د خسر کورنې له دې نه لري، نو په دې ډيره نيمګړتیا وي، پايلې يې ښې نه وي، دا چې د فکر نه دا جینۍ خامه وي، یا له کور نه تيښتې ته او یا هم ځان سوزونې ته مجبوريږي.))

د افغانستان په ختيځ کې د بشر د حقونو د خپلواک کميسيون مشره صابرينه حميدي د هغو قضیو يادونه وکړه چې تازه له دوی سره ثبت شوي دي:

(( همدا اوس موږ سره دا قیضه ثبت شوې چې يوه جينۍ د لسو يا یوولسو کلونو عمر لري، هغه چا ته ورکړل شوې چې عمر د پنځوسو يا شپیتو کلونو په شاو خوا کې دی. یا د دې تر څنګ داسې قضايا موږ لرو چې حتی هغه حسن معاشرت په خپله کورنۍ کې وساتي، یا د خاوند په حقوقو باندې نه پوهيږي، جرمي اعمالو ته لاس اچوي، په خپل سره له کوره ووځي، حتی دوکه او فريب ورکول کيږي، سو استفاده ترې کيږي او ژوند يې له ستونزو او مشکلاتو سره مخ وي.))

د حقوقو استاد اکبر شير هغو اروايي ستونزو ته په خپلو خبرو کې اشاره وکړه چې ماشومه نجلۍ ورسره له واده کولو وزوسته مخ کيږي.

(( يوه دولس کلنه ماشومه چې يو بل ته ځي، اول خو دا د تفریخ، ملاقات او د مینې له ټاټوبي نه بیګانه کيږي، داسې مانا لري لکه زندان ته يې چې اچوي. ايا په دې عمر کې هغه د میړه، خسر، خواښې، ليرونو، ایندورګانو او خپلوانو د ویناوو تاب لری، نه يې لري. په رواني لحاظ موږ غواړو چې يو څوک چې عقل يې تازه د رشد په حال کې وي، له هغې نه ليونۍ جوږوو.))

سره له دې چې په شرعي قانون او د افغانستان په اساسي او مدني قوانينو کې د هلک لپاره د واده کولو اتلس کلن او د نجلۍ لپاره شپاړس کلن عمر ټاکل شوې خو لا هم د ننګرهار په اکثرو سيمو کې پلرونه له

قانوني عمر نه په کم عمر کې خپلې لوڼې ودوي. د روغتيايي چارو پوهان د مور او ماشوم د مړينو ډیر لاملونه په کم عمر کې ودونه هم ګڼي.

XS
SM
MD
LG