د لاسرسي ځای

تازه خبر

سعودي عربیه: پر یمن به تر ټېکاو راتلو بمبار روان وي


سعود الفیصل په ریاض کې ملي شورا ته د خبرو پر مهال وویل، موږ هغه څوک نه یو چې جګړه غواړو خو که تاسو د جګړې نغاره غږوئ موږ ورته چمتو یوو.

د ځینو راپورونو له مخې د دې سربیره چې د عربستان په مشرۍ د یو شمیر عربي هیوادو الوتکي پر یمن د شپږمې ورځې په مخه بمباري کوي، د ایران متحد حوثیان د عدن د ښار لور ته پرمختګ ته ادامه ورکوي.

خو بل لور ته د عربستان د بهرنیو چارو وزیر سعود الفیصل نن وویل چې د حوثیانو پرضد به په یمن کې تر هغو د سعودي په مشرۍ پوځي عملیات دوام وکړي چې په یمن کې ثبات راځي.

سعود الفیصل په ریاض کې ملي شورا ته د خبرو پر مهال وویل، موږ هغه څوک نه یو چې جګړه غواړو خو که تاسو د جګړې نغاره غږوئ موږ ورته چمتو یوو.

د دې جګړې په ترڅ کې تر اوسه د یو شمیر ملکیانو د وژنې خبر هم ورکړل شوی دی.

د یمن بهرنیو چارو وزیر ریاض یاسین د عربستان په مرکز ریاض کې خبریالانو ته د خبرو پر مهال حوثي یاغیان ملامته کړل چې د دوی له لاسه د یمن په شمال لویدیځ کې د بې ځایه شویو خلکو پر کمپ بمباري وشوه:

« حوثیان هغو ځایونو ته ځي چې هلته نور خلک اوسي، یا د خلکو کورونه وي، دوی هڅه کوي چې خپلې وسلې په داسې ځایونو کې ځای پر ځای کړي. کله ناکله چې الوتکې راځي دوی له دغسې موقعیتونو استفاده کوي. دوی د استوګنې ځایونو او د کډوالو کمپونو ټېکاو له منځه وړی او په دې ډول غواړي چې الوتکي ملامته کړي چې له پورته راځي»

د یو شمیر راپورونو له مخې تیره ورځ په بمبارۍ کې د سعودي سرحد ته نژدې تقریبا څلویښت کسان د بې ځایه شویو په یوه کمپ کې ووژل شول.

پر یمن د یو شمیر عربي هېوادونو د ګډو عملیاتو ویاند برید جنرال احمد عسیري بیا په ریاض کې تېر ماښام ناوخته خبري غونډې ته د کډوالو پر کېمپ د بمبارۍ په اړه وویل:

« موږ د عملیاتو له لومړۍ ورځ پر دې ټینګار کاوه چې د نورو زیانونو له اړولو ډډه کوو. په ټینګار وایم، که چیرته حوثیان له دافع هوا توپونو د خلکو له کورونو سره او د ملکیانو شاوخوا استفاده وکړې، نو جنګي جټ الوتکې به ممکن دې ډزو ته ځواب ورکړي او موږ دا نه شو تاییدولی چې داسې د کډوالو له کمپ سره شوي وي»

د یمن جګړې ته ماسکو اندیښنه څرګنده کړې ده. انترفکس اژانس د روسیې د بهرنیو چارو د وزیر سرګي لاروف په وینا خبر ورکړ چې نن یې په ماسکو کې یوې خبرې غونډې ته وویل، موږ به اجازه ورنه کړو چې د شیعه او سني تر منځ اختلافات د عربانو او ایران تر منځ په ښکاره جګړې بدل شي. لاوروف زیاته کړه چې هرڅه مو په وس کې وي د دې جګړې مخه به ونیسو.

تر اوسه پورې ګڼ بهرنیان په تیرې یوې اونۍ کې له یمنه وتلي دي او د یو تازه خبر له مخې ۵۷۱ چینایان د سمندر له لارې افریقا ته انتقال شول

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG