د لاسرسي ځای

تازه خبر

جرمني په افغانستان کې سولې ته ژمن دی


د افغانستان او پاکستان لپاره د جرمني ځانګړي استازي مایکل کوخ ویلي چې حکومت یې په افغانستان کې د سولې لپاره د روانو هڅو ملاتړ ته ژمن دی.

مایکل کوخ د دوشنبې پر ورځ په کابل کې له افغان ولسمشر اشرف غني سره و کتل او د افغانستان او پاکستان د اړیکو د ښه کولو لپاره یې د هغه هڅې وستایلې .

له ارګه خپره شوې خبرپاڼه لیکي چې ولسمشر اشرف غني غواړي چې له پاکستانه سره د همکارۍ د پراختیا لپاره د دواړو هیوادو اړیکې له پخواني، پيچلي حالته وباسي.

خبرپاڼه د ولسمشر غني په حواله لیکي چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو ښه کیدل د سیمې د امنیت او کرارۍ په ګټه دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG