د لاسرسي ځای

تازه خبر

د شمالي وزیرستان کډوال خپلو سیمو ته ستنېږي


د شمالي وزیرستان بې کوره کړل شوو خلکو نن له بنو څخه خپلو سیمو ته ستنېده پیل کړي دي.په قبایلي سیمو کې د قدرتي افتونو د انتظام ادارې مشر فرمان خلجي نن (سېشنبه) مشال راډیو ته وویل چې دوی څلوېښت کورنه خپلو سیمو ته رخصت کړې دي.

د شمالي وزیرستان د پولیټیکل انتظامیې چارواکو د دوشنبې په ورځ مشال راډیو ته وویل چې په دې لړۍ کې د سنتېدو لپاره د سپین وام تحصیل د درو کلیو (دولس سوه اتیا) کورنۍ رجسټر شوې دي.

دا له هغه وروسته ده چې پاکستاني پوځ د تیر کال د جون میاشتې پر ۱۵مه نیټه په شمالي وزیرستان کې د ضرب عضب په نامه پوځي عملیات پیل کړل چې له کبله یې تر لس لکه زیات خلک بې کوره شو.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG