د لاسرسي ځای

تازه خبر

افغان حکومت سبا ۱۶ کاندید وزیران ولسي جرګې ته ور معرفي کوي


سبا (چهارشنبه) د افغانستان حکومت شپاړس کاندید وزیران د باور رایې اخیستلو لپاره ولسي جرګې ته ور معرفي شي.

د افغانستان ولسي جرګه وايي چې د دې کسانو د تحصیلي اسنادو او تابعیت د څرنګوالي تر څيړلو وروسته به د هغوی کاري پلانونه وکتل شي او بیا به رایې ګیري وشي.

د ولسي جرګې د نړیوالو اړیکو د کمیټې مشرعبدالقادر ځاځي وطندوست د دوشنبې پر ورځ مشال راډیو ته وویل:

"هغوی به له مهال ویش سره سم را غواړو څو خپل پروګرامونه راته توضیح کړي. بیا به په یوه ورځ د رایېو شپاړس صندوقونه کیږدو او رایې ګیري به وکړو."

د افغانستان د حکومت د شپاړسو وزارتونو لپاره د کاندیدانو په دې تازه لست کې د دفاع وزارت ته څوک نه دی معرفي شوی.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG