د لاسرسي ځای

تازه خبر

قبایلي ولس فاټا کې بلدياتي نظام غواړي، خو څنګه ؟


همداراز د خېبر اېجنسۍ سره تعلق لرونکې سياسي او سماجي کارکن رحمان اپرېدی وايي بلدياتي نظام تر ټولو زيات د قبايلو ضرورت دی او د دې لپاره به دوی احتجاج شورو کوي چې ولې په يو ملک کې دوه قانونونه چلېږي.

په داسې حال کې چې د کنټونمنټ بورډز په ګډون ټول ملک کې د بلدياتي ووټونو خبرې روانې دي او دغه لړکې سپريم کورټ ته د صوبو لخوا حتمي تاريخونه هم ورکړې شويدي خو د دې باوجود قبایلي سيمو ته دا نظام نه غزېږي او ځکه د قبایلي سيمو ولس غواړي دوي دې هم په قامي بهير کې شامل کړل شي او دلته دې هم بلدياتي ووټونه وشي چې داشان وړې وړې مسلې د دوي په درشل حل شي.

په دغه لړ کې مشال راډيو سره خبرو کې د باجوړ اېجنسۍ نه د قامي اسمبلۍ پخواني غړي او د جمات اسلامي د فاټاامير هارون رشيد وينا وه د پاکستان جوړېدو نه تر اوسه پورې د قبایلي سيمو سره نا انصافي روانه ده.

ده زياته کړه څنګه چې د نور ملک خلقو ته حقونو ورکړې شويدي بايد چې د پاکستان د آئين او قانون مطابق دې د فاټا خلقو ته هم دغه حقونه ورکړې شي او په خاص توګه بلدياتي نظام چې په امور سلطنت کې د عام خلقو شموليت دی.

همداراز د خېبر اېجنسۍ سره تعلق لرونکې سياسي او سماجي کارکن رحمان اپرېدی وايي بلدياتي نظام تر ټولو زيات د قبايلو ضرورت دی او د دې لپاره به دوی احتجاج شورو کوي چې ولې په يو ملک کې دوه قانونونه چلېږي.

هغه کوم وجوهات دې چې تر دې دمه بلدياتي نظام قبایلي سيمو ته غزېدو ته نه پريږدي په دغه اړه مشال رېډيو سره خبرو کې د فاټا لائرز فورم مشر او وکيل اعجاز مهمند ووئېل دا وخت د قبایلي سيمو ټول واک اختيار د پوليټيکل انتظاميې ته لاس کې دې او ترڅو چې دې نه دا اختيار نه وي اخستل شوې دلته بلدياتي نظام د وخت او پېسو تاوان دی.

د ده په خبره دې دپاره ضروري ده چې اول د آئين په آرټيکل دوه سوه اووه څلوېښت کې بدلون راوستل شي.

موجوده حالاتو کې د بلدياتي نظام د حېثېت او آرټيکل دوه سوه اووه څلوېښت کې د ترميم د طريقه کار او منظورۍ په اړه د باجوړ اېجنسۍ نه د قامي اسمبلۍ ممبر او واکمن ګوند مسلم ليګ ن غړي شهاب الدين خان وينا وه چې دغه لړ کې په يو بل کار روان دی او د دې پاس کولو دپاره ايوان کې موجود ټولو ګوندونو سره مشوره روانه ده او اميد دې دا بل به په شريکه سره پاس کړي.

د ده په خبره قبایلي سيمو کې د بدلون وخت راغلې دې او دغه لړ کې به مونږ د صوبې حېثېت ترلاسه کولو دپاره هم هلې ځلې شورو کوو چې دا شان قبايلو ته خپل شناخت مېلاو شي.

XS
SM
MD
LG