د لاسرسي ځای

تازه خبر

له یمنه نژدې ۵۰۰ پاکستانیان خپل هېواد ته ورسېدل


له یمنه نژدې ۵۰۰ پاکستانیان خپل هېواد ته ورسېدل
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:00:59 0:00

له یمنه نژدې ۵۰۰ پاکستانیان خپل هېواد ته ورسېدل

له یمنه و کراچۍ ته د رسېدولو خلکو وینا وه چې په یمن کې د سعودي عرب لخوا د بمبارۍ د شورو کېدو روسته ګډوډي زیاته شوې وه او دوی له غیر یقني صورتحال سره مخ و.

کراچۍ: له یمنه څه باندې پنځه سوه پاکستاني مساپرد یکشنبې او دوشنبې په منځنۍ شپه پاکستان ته رسېدلي دي. د یمن په حدیده ښار کې د ایسار پاکستانیانوخپلو کورونو ته لېږدولو په موخه د یکشنبې په ورځ له پاکستانه د دغه هېواد هوایي شرکت پي ای اې مساپر وړونکې الوتکه یمن ته رسېدلې وه.

چارواکي وایي په دغه الوتکه کې پنځه سوه او درې مساپرکراچۍ او اسلام اباد ته ورسول شول. په یمن کې د سعودي عرب د جنګي الوتکو له بمبارۍ وروسته هلته مېشت ګڼ پاکستانيان ایسار شوي دي.

دغه خلک په بېلا بېلو وختونو کې د خپلو کاروبارونو لپاره یمن هېواد ته تللي دي.

کراچۍ ته له رسېدو وروسته د مساپران راوړنکې الوتکې کپتان خالد یامین خبري غونډې ته وویل:

«نزدې پنځه سوه کسان مو پاکستان ته راورسول، په دې کې ۳۷۰ د اسلام اباد او پاتې نور د کراچۍ دي. موږ دا کسان د یمن له حدید هوایي ډګره راپورته کړي او دلته مو راورسول، په یمن کې د ناسمو حالاتو له وجې زموږ الوتکه تر څو ساعتونو هلته وځنډېده»

له یمنه د دغو کسان کراچۍ ته د راوړولو په مهال د کراچۍ په هوایي میدان جناح انټرنیشنل ایر پورټ کې سخت امنیتي ګامونه پورته شوي ول. همدا راز له یمنه د راتلونکو کسانو ګڼ خپلخپلواند دغو خلکو هرکلي لپاره هوایي میدان ته د ګلونو ګېډیو سره ورغلي ول. کراچۍ ته د رسیدو روسته ټولو مساپران او د هغوی خپلوان خوشاله ول. له یمنه و کراچۍ ته رسېدلې یوې ښځې له مشال راډیو سره په خبرو کې وویل:

«په دې شکر دی چې په خیرخیریت سره راورسېدو، موږ په دې برخه کې د پاکستانحکومت مننه کوو،او په یمن کې د موجودې قونسلګرۍ هم شکریه ادا کوو چې له موږ سره یې مرسته وکړه »

له یمنه و کراچۍ ته د رسېدولو خلکو وینا وه چې په یمن کې د سعودي عرب لخوا د بمبارۍ د شورو کېدو روسته ګډوډي زیاته شوې وه او دوی له غیر یقني صورتحال سره مخ و.

له یمنه کراچۍ ته د رسېدو وروسته د اسلام اباد او د پاکستان د نورو سيمو مساپرد الوتکې له لارې اسلام اباد ته یووړل شول.

د اطلاعاتو مرکزي وزیر پرویز رشید او نورو حکومتي چارواکود اسلام اباد په هوایي ډګر ددوي هرکلی و وکړ. پر دې موقع د اطلاعاتو مرکزي وزیر پرویز رشید وویل:

«د دغو کسانو پاکستان ته په راوړلو موږ خپل فرض پوره کړل، وزیراعظم نوازشریف د دې ټول اپریشن پخپله نګراني کوله او دا کسان راورسېدل، زموږ نور خلک چې اوس هم هلته ایسار پاتې دي د هغوی د راوولو لپاره هم انتظامات کوو لګیا یو»

د پاکستان بهرنیو چارو د وزارت چارواکي وایي خواوشا درې زره پاکستاني په یمن کې میشت دي چې ددوي له جملې څخه خواوشا زر کسان پاکستان ته ستنیدل غواړي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG