د لاسرسي ځای

تازه خبر

وزیرستان باید له پامه ونه غورځول شي


د شمالي وزیرستان د کډوالو کېمپ
د شمالي وزیرستان د کډوالو کېمپ

دا مهال د خيبر ټو په نامه پوځي عمليات، او د کراچۍ اپرشن په ټولو بره دي، خو پخوا داسي ګنګوسي او ادعاوي کيدي، چې د ضرب عضب په نامه عمليات تر ټولو لوي او د ترهګرۍ پرضد موثره پوځي عمليات دي

ډان ورځپاڼې ((د هير کړل شوي جنګ)) تر عنوان لاندي اداريه خپره کړي ده. ورځپاڼه ليکې، د رپورټونو ترمخه د شمالي وزيرستان جرګې ته پوځ څو شرطونه اښودي دي ، چې د هغې لاندي به کډوال ځيني سيمو ته ستنول کيږي، که څه هم دا يوه ښه خبره ده، خو دا عمل تت ښکاري، او د دي سربيره دا جنګ ورځ تر بلي هيرول کيږي.

ورځپاڼه زياتوي، دا مهال د خيبر ټو په نامه پوځي عمليات، او د کراچۍ اپرشن په ټولو بره دي، خو پخوا داسي ګنګوسي او ادعاوي کيدي، چې د ضرب عضب په نامه عمليات تر ټولو لوي او د ترهګرۍ پرضد موثره پوځي عمليات دي، خو د ورځپاڼې په خبره د دغو عملياتو ژوند ټول نهه مياشتي وو.

دا لومړي ځل نه دي چې د حکومتي دعوو او پروپيګنډي لاندي پوځي عمليات پيل کړل شوي ول، چې وروسته بيا هير کړل شول.

ورځپاڼه ليکې چې د شمالي وزيرستان پوځي عملياتو نه وړاندي په جنوبې وريرستان کې پوځي عمليات شوي وو. بيا د جنوبې وزيرستان نه مخکې په سوات کې پوځي عمليات شوي وو، په دغو ټولو سيمو کې د پوځي عملياتو په اړه ډيري خبري مشترکه دي او هغه دا چې له هغه ځايونو څخه مالومات ختم کړل شوي، پوځ په دغو سيمو کې د غيراعلاينه مودي لپاره ځای پرځاي کړي او بيا له دغو ځايونو څخه خلک بې کوره کړل شوی او ځپل شوی دي.

ورځپاڼه ليکې چې په شمالي وزيرستان کې په روانو پوځي عملياتو کې له دغو سيمو څخه قبايلي خلکو نه ژمني ترلاسه کړل شوی دي، چې بيرته ستنيدل به په هغه صورت کې کوي، چې مقامي خلک به اورپکي په خپلو سيمو کې نه پريږدي. په دي کې تر ټولو زياته د تشويش خبره دا ده چې پوځ او پوليټکل انتظاميه د ايف سي ار قانون د اجتماعي ذمه واري لاندي قبايلو ته سزا ورکوي.

په اداريه کې راغلي چې دي ګام سره په قبايلي سيمو کې د اصلاحاتو راوستلو بهير د نامالومې مودي لپاره شاته لاړ شي، او د بنيادي حقونو نه به هم سرغړوني کيږي.

ورځپاڼه ليکې چې په ځانګړي توګه په افغانستان کې د جنګ لپاره رياست په غير رياستي عناصرو تکيه کوله او بيا د اسلامي سخت دريځو مفکوره هغه عوامل وو چې دې اوور ته يې لمن وهله. په قبايلي سيمو کې هم د دغه اوور وجوهات يو شان دي، د پاکستان لخوا قبايلي سيمي د بفر زون ساتلو مانا دا ده چې پاکستان په افغانستان کې خپل اثر ولري، او د دغه هيواد د اثراتو مخنيوي هم وکړي.

ډان ورځپاڼه ليکې چې په سمدستي توګه په قبايلي سيمو کې د اورپکتوب ختمول او د دغې سيمي خپل کنټرول کې راوستل کاميابه سټراتيجي نه ده ، بلکې د دي لپاره د اوږه مهاله سوچ پکار دي.

ورځپاڼه ليکې د پاکستان د نورو برخو پشان قبايلي سيمي هم انتظامې او قانوني اصلاحاتو ته اړتيا لري. له شمالي وزيرستان نه د کره مالوماتو ترلاسه کولو لپاره بايد پارليماني غړي، مدني ټوليني او رسيني پر حکومت فشار واچوي، چې په دغو ځايونو کې څه روان دي. اداريه په پاي کې ليکې چې د مالوماتو ودرول به د ولس د ګټو پرضد وي. ​

XS
SM
MD
LG